د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی:د سولې د عملي پروسې پرته به ملوک الطوایفي پیل شي


ولسمشر کرزی د هغه کمیسون د ریپوټ د اوریدو وروسته چې د ایتلافي ځواکونو له خوا د پروان ولایت په مربوطاتو کې د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې د څیړنې دپاره تعین شوی و، د ملکیانو وژل کېدل یو ځل بیا په شدت سره محکوم کړ. د پروان په ولایت کې د ایتلافي ځواکونو د هوايي برید له کبله ۱۲ ملکي کسان ووژل شول چې ښځې او ماشومان هم په کښی شامل وو.

ولسمشر کرزي د پروان د پېښې ترڅنګ د کابل د جمعې د ورځې برید هم په کلکو الفاظو وغندی او ویې ویل چې د افغانستان خلګ هره ورځ د ترهګرۍ خلاف د جګړې او د بهرنیانو د حضور خلاف د تروریستي حملو قربانیان کېږي.

ولسمشر کرزي یوځل بیا پر خپل دریځ باندي ټینګار وکړ چې د امریکا سره به امنیتي موافقې تر هغه لاس لیک نشي چې د سولې عملي او علني پروسه پیل شوې نه وي او د افغانانو پر کورنو باندي د بهرنیو ځواکونو عملیات په ټپه نه وي درېدلي. ولسمشر کرزي وویل چې ددغو شرایطو د نه پوره کېدو په لړ کې به جګړه نوره هم شدت وموندي او په افغانستان کې به ملوک الطوایفي رامنځ ته شي.

ولسمشر کرزی په داسي حال کې په خپل دريځ باندي یوځل بیا ټینګار کوي چې زیات شمیر د چارو کارپوهان اندېښنې لري چې د امریکا او افغانستان ترمنځ د امنیتي موافقې نه لاس لیکېدل به امریکا دې ته مجبوره کړي چې د افغانستان څخه د ۲۰۱۴ کال په پای کې خپل ټولې قواووې راوباسي او ورسره به نور د ناټو متحدین د افغانستان څخه هم ووځي چې په لړ کې به یې د افغانستان د تیرو ۱۲ کلونو لاسته راوړنې د خطر سره مخامخ شي.
XS
SM
MD
LG