د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر کرزي په هلمند کې د ملکیانو وژنه په کله غندلې


طالبانو د افغانستان په جنوب کې د هلمند په ولایت کې د ۱۷ ملکیانو څخه سرونه غوڅ کړي دي. د اسوشیټیډ پریس خبري آژانس ريپوټ ورکوي چې د پېښې قربانیان د هلمند په ولایت کې د موسیقۍ د یوه پروګرام په خاطر سره راغونډ شوي وو. طالبان د موسیقۍ خلاف دي.

ددغې پېښې څو ساعته وروسته، طالبانو په عین ولایت کې د افغان ملي امنیتي ځواکونو پر یوه امنیتې پوستې برید کړی او لس کسه افغان سرتیري یې وژلي دي. دغه پېښه د هلمند ولایت د واشیر په ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.

د حکومت یوه ویاند وویل چې په دې پېښه کې څلور کسه افغان سرتیري ټپیان شوي هم دي او دغه راز پنځه سرتیري د طالبانو سره تللي دي. تر اوسه پوری لا دا معلومه نه ده چې دوی داوطلبه تللي دي او که یرغمل نیول شوي دي.

د افغانستان ولسمشر حامدکرزي د طالبانو په لاس د هلمند ولایت د یو شمېر اوسیدونکو بې رحمانه وژنه په کلکه وغندله.ولسمشر د دغې پیښې د څرنګوالي په هکله اړوندو امنیتي اداروته د لازیاتو تحقیقاتو د ترسره کولو امر کړی دی

د یوه بل خبر له مخې په افغانستان کې د ناټو چارواکي وايي چې د افغان پوځ یوه سرتیري د ایتلاف پر دوو ځواکونو برید کړي دواړه یې وژلي دي. ناټو وايي چې ځواکونو یې پر برید کونکي باندي ځوابي برید کړی او هغه یې وژلی دی.

دغه پېښه نن د دوشنبې په ورځ د لغمان په ولایت کې وشوه او د هغو بریدونو د لړۍ وروستۍ پېښه وه چې د افغان ملي امنیتي ځواکونو له خوا یا د هغوي په یونیفورم کې د مخالفینو له خوا پر ایتلافي ځواکونو باندي کېږي.
XS
SM
MD
LG