د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي د شخصي امنیتي کمپنیو د منحلیدو امر وکړ


د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي یو فرمان صادر کړی دی چې ټولې شخصي امنیتي کمپنۍ دې په افغانستان کې د څلورو میاشتو په موده کې منحل شي.

د سه شنبی د ورځی په فرمان کې ویل شوي دي چې دا کار ددې لپاره کیږی چې بې نظمی ختمه شی او د وسلو او نوروو نظآمی وساېلو د بې ځاېه استعمال مخه ونیول شي.

رپوټ وايي چې په افغانستان کې تر ٥٠ نه زیاتی شخصي امنیتي کمپنی کار کوی او تقرېبا ۴٠ زره کسان یې مقرر کړي دي.

هغه امنیتی کارونه چې شخصی کمپنی کوی په هغو کې د چارواکو ساتنه، د عسکرو ساتنه او هغوی ته د اکمالاتی کاروانونو ساتنه شامل دي.

ښاغلی کرزي ددوشنبی په ورځ وویل دغه شخصي کمپنی د افغان امنیتي قواوو کار ته تاوان رسوي او له هغوی سره یې موازي امنیتي تشکیل منځته راوستلی دی.

د ناټو چارواکی وايی چې ددغو کمپنېو منحل کول به هغه وخت امکان ولری چې افغان پولېس او پوځ ددې جوگه شی چې هغه امنېت برابر کاندی چې اوس ېې شخصی امنېتی کمپنی برابروی.

دامرېکا متحده اېالاتو ددوشنبی په ورځ باندی وعده وکړله چې له افغان حکومت سره په دې کې کار وکړی چې شخصي امنېتی کمپنېو ته ضرورت کم کاندی.

امرېکا دا کار وروسته له هغه نه وکړ چې دافغانستان جمهوررئېس حآمد کرزي دغو کمپنېو ته څلور مېاشتی وخت ورکړ چې خپل عملېات په دې ترڅ کې بند کاندی.

د ایتلاف درې عسکر وژل شوي دي

ناټو وايی چې داېتلاف دری تنه عسکر، په افغانستان کې، دسه شنبی په ورځ باندی په جلا بم چونو کې وژل شوېدی.

رپوټ وايی چې دافغانستان په ختېځه برخه کې په ېوه چاودنه کې دوه عسکر ووژل شول.

په داسی حال کې چې دافغانستان په لویدیځو سېمو کې ېو عسکر وژل شوېدی. ناټو په حملو او بم چونو کې، د وژل شوېو عسکرو ملیت ندی څرگند کړی.

یو بل بم چې په ېوه موټر ساېکل پورې تړل شوی و، دغزنی په ولاېت کې د سه شنبی په ورځ وچاود؛ دوه کسان یې ووژل او څلور تنه نور ېې زخمی کړل.

چارواکی وايی دغه له لېرې نه کنترولیدونکی بم ښايي ددی لپاره ایښودل شوی وي چې د پولیسو کوم کاروان په نښه کړي، ځکه د پولیسو یو موټر د چاودنی ځای ته نږدې تیریده.

XS
SM
MD
LG