د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي: طالبانو که د روژې بریدونه تاسو نه وي کړي خپل غږ پورته کړیْ


پولیسو نن د یکشنبی په ورځ وویل چې د پولیسو یو صاحب منصب او دهغه ورور په داسي وخت ووژل چې په یوې ادیرې کې بمي چاودنه وشوه. دوي د خپلو زیارت کولو ته ورغلي وو.

دغه چاودنه د لښکر گاه په ښار کې شوې او په کښي د بم په چاودنه کې د یوې کورني ٧ غړی ټپیان شویدي.

تر اوسه پوري هیچا ددغې چاودنې مسؤلیت په غاړه ندی اخیستی خو دا د طالبانو د هغې سټراټیجی سره سرلگوی چې هدف يي حکومتي ماموران او نور هغه کسان دي چې د حکومت یا نړیوالو قواوو سره ارتباط لري.
دغه دواړه کسان چې د بم په چاودنه کې ووژل شول، د ولسي جرگی د غړي عبدالودود پوپل ورونه وو. په خپله عبدالودوو د بم د چاودنې په وخت کې په هدیره کې نه و. د کورنۍ غړي یې د اختر د لمانځه نه وروسته هدیرې ته ولاړل چې خپلو خپلوانو ته دعا وکړي.
جمهوررئیس حامد کرزی نن د یکشنبی په ورځ په هغه وینا کې چې د کوچني اختر په مناسبت يي وکړه، د افراطیانو هغه پرله پسې حملې وغندلې چې د روژې په میاشت کې يي کړي وې.
ښاغلي کرزی وویل، د اسلام د ښمنانو د روژې په مبارکې میاشت کې د افغانستان د خلکوسره په بی رحمی چال چلند وکړ، بمونو یې په جوماتونو کې وچول او ځانمرګه بریدونه یې وکړل.
ښاغلی کرزی وویل، که طالبان د دارنگه حملو مسؤله نه وی نو دوی ته پکار ده چې دغه حملې رد کړي.
ښاغلی کرزی وویل، که تاسي په دغو بمونو کې لاس نلری نو ستاسی په نوم تمامیږی . د مسلمانانو په حیث او د افغانانو په حیث خپل اواز پورته کړی او وویاست چې دا کار تاسی ندی کړی.
د هلمند د پولیسو د قوماندان مرستیال غلام ربانی وویل،په لښکرگاه کې دغه بم په هدیره کې هغه قبر ته نژدی ایښودل شوی وچې د کورنی غړي د دعا لپاره ورغلی وو.
XS
SM
MD
LG