د افغانستان جمهورریس حامد کرزي د یو فرمان له لارې امر کړیدی چې د ولسي جرګې د تیرو انتخاباتو په اړه دې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وروستئ فیصله وکړي.
د چهارشنبې د ورځې فرمان د سپتمر د انتخاباتو پر نتیجو باندې له څو میاشتو جنجال وروسته خپریږي.
د جمهورریس کرزي په امر جوړې ځانګړې محکمې په انتخاباتو کې جعکارﺉ د کیدو د تورونو له څیړلو وروسته د ولسي جرګې قریب څلورمه برخه برحاله وکیلان نا اهله وګرځول. خو اعتراض کونکي وایي چې ددې خاصې محکمې جوړول غیرقانوني کار دی او وايي، کرزی غواړي چې له دې لارې د خپلې خوښې خلک ولسي جرګې ته ورسوي.
په نړیوالو مرستو ولاړ د انتخاباتو کمیسون هم په تیر دسمبر کې د انتخاباتي شکایتونو په اساس یوه فیصله کړې وه او ٢۴ کامیاب وکیلان یی ناکامه ګرځولي وو.