د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت د اداري فساد پر ضد مبارزه کې والیان په نښه کړي


دافغانستان حکومت د اداري فساد خلاف مبارزه کې والیان په نښه کړي دي . رپوټ وايي چې لس تنه والیان له کارنه گوښه کړی شوي دي او د افغانستان د 34 ولایتونو په والیانو کې تقریبا په درې برخو کې نن د پنجشنبی په ورځ تغېېرات راغلی دي.

ددغو تغییراتو مقصد دا دی چې بهرني بسپڼه ورکوونکي ډاډه کړی شي. رپوټ وايي چې په دې بدلونونو کې ښاغلي کرزي د خپل سیاسي نفوذ داستحکام لپاره هم کار پیل کړېدی. ښاغلی کرزی د پنځو ولایتونو مشران برطرف کړل. په دې کې د هلمند د ناکراره ولایت والي گلاب منگل هم شامل دی. هغه د ښاغلي کرزی له نړیوالو ملاتړکوونکو سره نژدې اړیکی درلودلې.

خو ددغو بدلونو نو له امله یوشمیر بسپڼه ورکوونکي هیوادونه اندیښمن هم دي په تېره بیا د منگل په برطرفۍ کې چې د ناټو د پلانونو لپاره یې چې امنیت ښه کړي په هلمند کې مرکزی حیثیت درلود.

په هلمند کې تیره اونۍ یاغیانو دناټو پریوې سترې اډې باندې برید وکړ او د 200 ملیونو ډالرو په اندازه الوتکې یې خرابې کړلی او دو ه تنه خارجي عسکر ېې ووژل. په دې کې یو تن یومشر منصبدار و.

دښاغلي منگل په ځای د پوځ یو جنرال نعیم بلوچ چې دهېواد د استخباراتو د اداری سلاکار و، او د ښاغلی کرزی له داخلی کړۍ سره ډیرې نږدې اړیکې لري. دا په داسي حال کې ده چې د ښاغلی کرزي او دهغه د بهرنېو ملاتړو ترمنځ اړېکی په دې نېژدی وخت کې ترېنگلی شوېدی.
XS
SM
MD
LG