د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي، دهند دپوځي او اقتصادي ملاتړ غوښتنه وکړه


ولسمشر حامد کرزي د ډېسیمبر په ١٣- مه هند ته سفر وکړ او د هلته یې د هندي چارواکو سره وکتل
ولسمشر حامد کرزي د ډېسیمبر په ١٣- مه هند ته سفر وکړ او د هلته یې د هندي چارواکو سره وکتل
ولسمشر کرزي هند ته د خپل سفر په ترڅ کې د هندي پانگوالو نه وغوښتل چې په افغانستان کې پانگه اچونه وکړي.

ښاغلي کرزي همداراز په نظامي برخه کې د هند د حکومت نه دملاتړ او لا زېاتې همکارۍ غوښتنه وکړله.

په تېرو درو کلونو کې ولسمشر کرزي پنځه ځلې هند ته سفر کړیدی. دهند د بهرنېوچارو وزیر تېره اونۍ د ولسمشر کرزي د سفرونو په برخه کې وویل چې دا سفرونه د هند او افغانستان د اړېکو نېژدې والی او ژوروالی څرگندوي.

خو دا سفر هند ته په داسې وخت کې وشو چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي له امریکا سره د دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک کولو ځنډولي دي.

ولسمشر کرزي هم د جمعی په ورځ د هند له مشرانو سره له لیدلو او کتلونه وروسته ددې خبرې ېادونه وکړه چې دهند او افغانستان ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې له ډېر پخوا راهیسې موجودې دي.

ښاغلي کرزي وویل: «موږ دهند له حکومت سره، د هغه هېواد معزز صدراعظم ډاکټر من موهن سنگ سره په پراخو مساېلو باندې بحث وکړ. هغه مسایل چې د دواړو هېوادونو لپاره د علاقې وړدي.

«په دغو بحثونو کې ددواړو هېوادونو پر دوه اړخیزو اړیکو ، او دوه اړخیزو همکارېو باندې هم بحث وشو. په دې کې د امنیت او دفاعي مسایل هم شامل وو او یقینا دهند کړندود او نقش په دې برخه کې مثبت و.»

ولسمشر کرزی د هند پلازمېنې نوي ډیلي ته د ډېسېمبر په 13 – مه دهغه هېواد په رسمي بلنه او غوښتنه ولاړ. ښاغلي کرزی په دغه سفر کې نظامي وسایل وغوښتل او د هند د دوامدار ملاتړ غوښتنه ېې هم وکړله.

هند تراوسه پورې افغانستان ته ددوو ملېارد ډالرو مرسته برابره کړېده. دا پېسې زېاتره په بېارغاونه او افغان عسکرو او نظامي منصبدارانو ته په روزنه لگول شويدي.

په نوي ډیلي کې د څېړنو د ېو مرکز شنونکی ابهیجت آېر مېترا وايي چې هند نورهم ډېرې مرستې کولی شي او په دې کې افغانستان ته په نظامي برخه کې په تخفیف باندې خدمات او وساېل برابرولی شی، خو هند له دېنه ویرېږي چې دا کار به د پاکستان عکس العمل را وپاروي.

د څیړنو دمر کز شنونکی ابهیجت آېر مېترا وايي: «دا له نزاکت نه لېرې ښکاري چې سړي ته ېو مېلمه ورشي او څوځلې مخکې هم راغلی وي. او سړي ته ډېر اهمیت ورکوي او تاسې هغه ته ېوازې درې هېلېیکوپټرونه ورکړئ.

«ېوڅه معنوي ملاتړ ورته له امریکا سره ددوه اړخیز تړون په برخه کې څرگند کړئ. دا کار درست نه ښکاري. په بصري ډول هم ښه نه ښکاري.»

دامنیتي تړون په برخه کې هم بحث وشو

کرزي له امریکا سره د ا منېتي تړون په برخه کې له هندي چارو اکېو سره هم خبرې وکړلې
کرزي له امریکا سره د ا منېتي تړون په برخه کې له هندي چارو اکېو سره هم خبرې وکړلې
له امریکا سره دوه اړخیز امنیتي تړون په برخه کې هم ولسمشر کرزي د هند له چارواکېو سره د بحث موضوع وه.

ولسمشر کرزی وايي پکارده امریکا اول هغه څه په ټپه ودروي چې دی ورته د افغانانو پر کورو ناڅاپي بریدونه وايي.

دوېم امریکا باېد په ښکاره ډول له طالبانو سره د سولې خبرې پېل کاندي.



دهند د بهرنېو چارو د وزارت ویاند سید اکبرالدین د جمعی په ورځ خبرېالانو ته وویل چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتی تړون پرمسله د جمعی په ورځ د افغان ولسمشراو هندي چارواکېو ترمنځ بحث وسو، ځکه چې ددواړو هېوادونو برخلیک په دې سیمه کې له ېو بل سره شریک دی.

دهند د بهرنېو چارو د وزارت نطاق سید اکبرالدین وویل: «هند او افغانستان دواړه دغه دوه اړخیز تړون ته دافغانستان د ثبات لپاره په ډېر اهمیت باندې گوري. لکه څنگه چې تاسې خبرېاست زموږ معامله له افغانستان سره تل د دودیزو معېارونو پربنا ولاړه ده، لاسوهنه او مداخله نده او نه هم داده چې موږ پرهغوی قضاوت وکړو.»

ښاغلی کرزي، د هند د پونې په ښار کې په خپله وېنا کې دهند تجارانو او صنعت کارانو ته ډاډ ورکړ چې امریکا به زموږ شرایط ومني او دوه ا ړخیز امېنتي تړون به بالاخره لاسلیک شي.

خو ولسمشر کرزی هغوی ته دا ډاډ هم ورکړ چې هغه کسان چې په افغانستان کې پانگه ولګوي، هغوی به خامخا گټه وکړي.

افغانستان له یوه عبوري پړاو نه د تېرېدو په حال کې دی، دا څرگنده ده چې امنېت د درې واړو هېوادونو ېعنی افغانستان ، هند او پاکستان لپاره ډېره مهمه مسله ده.

دخبرو پر مهال له ولسمشر کرزي سره صدراعظم من موهن سنگ دافغانستان له امنېتی قواو نه مننه وکړه چې داگست په مېاشت کې ېې دهند د قونسلگرۍ خلاف ځان مرگي برید شنډ کړی و.

دغه برید د افغانستا ن دننگرهار ولاېت جلال آباد په ښار کې پلان شوی و. صدراعظم من موهن سنگ وویل چې ترهگري او افراطیت ټوله سیمه له گواښ سره مخ کولی شی.


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي خپل څلور ورځنی سفرپه هند کې پاېته ورساوه.
XS
SM
MD
LG