د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي د امریکایي سرتیرو تازه صلاحیتونو غندلي دي


حامد کرزی: د افغانستان او امریکا ترمنځ اړیکه باید پر همکاریو ولاړه وي نه د یو بادار او غلام د اړیکې په څیر
حامد کرزی: د افغانستان او امریکا ترمنځ اړیکه باید پر همکاریو ولاړه وي نه د یو بادار او غلام د اړیکې په څیر

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي په افغانستان کې امریکایي سرتیرو ته نوي ورکړل شوي صلاحیتونه غندلي دي.

د دې صلاحیتونو پر اساس چې څه موده وړاندې جمهور رئیس اوباما منظور کړل، امریکایي سرتیري کولی شي چې د طالبانو پر خلاف په جگړه کې د افغان ځواکونو په ملاتړ لا زیاته آزادي ولري.

ښاغلي کرزي له رویترز سره په یوه مرکه کې د امریکایي ځواکونو دا کار د افغانستان د ملي حاکمیت په خلاف بللی او ویلي دي چې "د متحده ایالتونو جمهور رئیس څرنګه کولای شي چې په افغانستان کې خپلو سرتیرو ته په خپل سر د بریدونو صلاحیت ورکړي؟ آیا مونږ حکومت نلرو؟ آیا یو خپلواک هیواد نه یو؟ آیا په افغانستان کې د متحده ایالتونو جمهور رئیس اختیار لري او که مونږ؟ باید دا صلاحیت د افغانانو سره وي چې اوس دا اختیار د افغانانو سره نه دی."

ښاغلي کرزي دا څرگندونې پداسې حال کې کړي دي چې د متحده ایالتونو د چارواکو په وینا، امریکایي ځواکونو ته تازه صلاحیتونه د کابل د حکومت سره په تفاهم کې ورکړل شوي دي او دو ی دا کار د افغان ځواکونو څخه د ملاتړ لپاره گټور بولي.

خو د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند هارون چخانسوري، د ښاغلي کرزي د دې نیوکې پر وړاندې چې گواکي واشنگتن د کابل په تصمیم نیولو کې دخیل دی، ویلي دي چې "افغانستان یو مستقل هیواد دی او پخپلو تصمیمونو کې آزادانه عمل کوي."

د ښاغلي چخانسوري په وینا، ښه به دا وي چې دا څرگنده شي چې "افغان حکومت په کومو مواردو کې مستقل تصمیم ندی نیولی؟"

د افغانستان پخوانی جمهور رئیس له ډېر پخوا راهیسې د امریکا د هوایي بریدونو سره مخالف و. که څه هم افغان سرتیرو د مخالفو وسلوالو پر وړاندې دا بریدونه گټور گڼل، خو ښاغلي کرزي د امریکا هوایي بریدونه په مکمله توگه منع کړي وو.

د تازه ورکړل شویو صلاحیتونو پر اساس، امریکایي سرتیري د طالبانو پر خلاف په هوایي برید کې لا زیاته آزادي لري
د تازه ورکړل شویو صلاحیتونو پر اساس، امریکایي سرتیري د طالبانو پر خلاف په هوایي برید کې لا زیاته آزادي لري

که څه هم ښاغلي کرزي د امریکایي ځواکونو پر صلاحیتونو نیوکه کړې ده، خو وایي چې د کابل او واشنگټن ترمنځ د اړیکو پای نه غواړي، بلکه غواړي چې د اړیکو بڼه بدله شي.

ښاغلي کرزي وایي "زه په افغانستان کې د متحده ایالتونو د رول خلاف نه یم. زه غواړم چې مونږ ملگري او شریکان واوسو. دا اړیکه باید پر همکاریو ولاړه وي نه د یو بادار او غلام د اړیکې په څیر."

ښاغلي کرزي دغه راز زیاته کړې ده چې "مونږ باید د دې کور څښتن واوسو او امریکا یو میلمه."

د افغانستان پخواني جمهور رئیس طالبانو ته په اشارې ویلي دي چې د ملا اختر منصور له وژل کیدو وروسته، په طالبانو کې ډیر لږ بدلون لیدل کیږي.

حامد کرزي یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې افغانستان خپل هیواد وگني او د پاکستان له نفوذ څخه ځان خلاص کړي او د سولې د خبرو د کامیابیدو لپاره، واقعبینانه غوښتنې وړاندې کړي.

ښاغلي کرزي دا گنگوسې چې گواکي د کابل د موجوده حکومت د ضعیفه کولو په لټه کې دی، رد کړي او ویلي دي "هیله لرم چې د جمهور رئیس غني حکومت خپله پنځه کلنه دوره بشپړه کړي."

حامد کرزی: هیله لرم چې د جمهور رئیس غني حکومت خپله پنځه کلنه دوره بشپړه کړي
حامد کرزی: هیله لرم چې د جمهور رئیس غني حکومت خپله پنځه کلنه دوره بشپړه کړي

حامد کرزي په افغانستان کې روانې جگړې او نورو ستونزو ته په اشارې ویلي دي چې "موږ په یو بحرانی حالت کې یو". هغه د دې حالت څخه د وتلو لپاره د یوې داسې لویی جرگې غوښتنه کړې ده چې وشي کړای دې بحران ته د حل لار ومومي.

پخواني جمهور رئیس هغه خبرې هم رد کړې چې دغه لویه جرگه ښايي په هیواد کې موجود ثبات او سیستم ته زیان ورسوي.

XS
SM
MD
LG