د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي د کندهار له خلکو ملاتړ وغوښت


د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي د سلگونو قومي مشرانو او دیني علماو نه د کندهار په ښار کې غوښتنه وکړه چې دوی دې د کندهار د عملیاتو حمایت وکړي. راتلونکي عملیات په دې ولایت کې د امنیت د ښه کولو په منظور په نظر کې دي.

د یکشنبې په ورځ دده دا غوښتنه د خلکود تاوده هرکلي سره مخامخ شوه. په غونډه کې ټول حاضر کسان په خپلو پښو ودریدل او د ولولو په ترڅ کې دد ه ددغې غوښتنې نه چې په ملک کې باید د نهو کلو جنگ ته خاتمه ورکړ شي خپل ملاتړ څرگند کړ.

د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزی کندهار کې دی او هلته غواړي د پوځي حضور د زیاتیدلو لپاره چې مقصد یې د طالبانو د نفوذ کمول دي د سیمې د خلکو ملاتړ را جلب کړي.

د کرزي سره په دې سفر کې امریکايي جنرال مک کرستال ملگرتیا کوي.

وروسته امریکايي جنرال اسوشیتډ پرس سره په یوه مرکه کې وویل چې دې نه خوشاله دی چې ښاغلي کرزي وکړی شو په زغرده د یووالي غږ وکړي.

د افغانستان جمهوررئیس غواړي خلکو ته داسې وښيي چې دا د سیمې د ثبات یوه پروسه ده او دا یو پوځي یرغل نه شي کیدلی.

د کندهار په ولایت کې په دې وروستیو ورځو کې تاوتریخوالی زیات شوی دی او طالبانو د عملیاتو نه مخکې خپلو حملو ته زور ورکړی دی.

د امریکا جمهور رئیس براک اوباما افغانستان ته اضافي دیرش زره عسکر لیږلي دي تر څو د طالبانو د زیاتیدونکي نفوذ مخه ونیسي او ژمنه یې کړېده چې د بل کال د جولای په نیمايي کي له افغانستان نه د خپلو عسکرو د ایستلو پروسه پیل کړي.

XS
SM
MD
LG