د لاس رسي وړ اتصالات

د نوي کال په مناسبت د ولسمشر کرزي د مبارکۍ پیغام


د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي په خپلې پنځلس ورځنى راډيويي وينا کې د ١٣٩٢ کال او د نوروز د جشن ټولو ګرانو هيوادوالو ته مبارکي وویله او هيله يې وکړه چې نوى کال به یې هيواد ته د سولې، امن او ترقۍ کال او د افغانستان ټولو خلکوته ډېرنيکمرغه،ګټور او اغيزمن کال وي .

جمهور رييس په دې اړوند چې د نوى کال په پيل سره په هيواد کې نوى تعليمي کال هم پيل کيږي، د ښوونځيو زده کوونکو ته په خطاب کې وويل: دخپل وخت له هرې ثانيې څخه دعلم او پوهې د زده کړې لپاره استفاده وکړي. د خپلو استادانو ، ميندو او پلرونو درناوى وکړي . د هغوى اطاعت وکړي ، ښه کارونه غوره کړي او په زحمت او دعلم په زده کړې سره خپل ګران هيواد او کورنۍ، له بهرني احتياج څخه وژغوري .

حامدکرزي ټينګار وکړ چې افغانستان يواځې دګرانو ځوانانو په پياوړو مټو او د علم او تحصيل په ترلاسه کولو سره کولاى شي خپلې هميشني هيلې ته چې هماغه د نړۍ دترقى په کاروان کې مخکښ والى دى؛ ورسيږي .

حامدکرزي يوځل بيا طالبانوته په خطاب کې وويل: د خوښى اوخوشحالى په دې ورځ کې چې د افغانستان خلک نوى کال پيلوي؛ طالبانو ، هغو طالبانو ته چې ځان افغان مسلمان او د دغې خاورېبچيان بولي؛ بيا هم د ورور په نامه خطاب کوم چې وروره ! هغه بهرني ټوپک چې دبهرنيانو په ګټه دى؛ له خپلې اوږې څخه لرې کړه. راشه خپل کور او ټاټوبې ته او له خپل هيوادوالو سره لاس يو کړه او د دې خاورې په ترقى او پرمختګ کې او د اسلام او افغانيت په پياوړتيا کې له دغه خاورې سره يوځاى شه چې زموږ دغه مملکت دبهرنيانو له احتياج او اړتيا څخه خلاص شي.

جمهور رييس طالبانو ته وويل چې د ټوپک په ايښودلو او له سولې سره په يوځاى کيدو سره، دملکي وګړو له وژلو څخه لاس واخلئ، دافغانستان سپين ږيرې ، کونډې ښځې، ماشومان، ځوانان او صغيران په ناحقو بريدونوکې مه وژنئ او دافغانستان په هغه ځوان چې په یو ناچيز معاش سره هره ورځ د دې هيواد دفاع ته ولاړ دى، بريد مه کوئ؛ ځکه دافغانستان په سرتيرو، پوليسو او دملي امنيت په کارکوونکو بريد د دې خاورې په پياوړتيا باندې بريد دى
XS
SM
MD
LG