د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی او اوباما نن مذاکرات کوي


کرزی او اوباما نن مذاکرات کوي
کرزی او اوباما نن مذاکرات کوي

افغان ولسمشر حامد کرزئ هم د نړی د نورو مشرانو په ډله کی د ملګرو ملتونو د عمومی اسامبلی په کلنی غونډه کی د ګدون لپاره نیویارک ته را ورسید او ټاکل شوې ده چی نن غرمه به له ولسمشر اوباما سره دوه اړخیزو خبرو ته کښیني.

د ولسمشر اوباما د ملي امنیت د سلاکار مرستیال وویل چې پدې لیدنه کتنه کې به دواړه مشران افغان ځواکونو ته د امنیتی مسولیتونو د سپارلو یا د انتقال د بهیر، د امریکا او افغانستان تر منځ د ګډ ستراتیژیک تړون او نورو مهمو موضؤع ګانو په هکله خبرې وکړي.

نیویارک کې د ملګرو ملتونو غونډه

د نړۍ ګڼ شمیر مشران په نیویارک کی د ملګرو ملتونو مرکزی دفتر ته را روان دی چې ددی نړیوالی ادارې د عمومی اسامبلی په شپږشپیتمې کلنئ غونډه کی برخه واخلي.

په را رسیدلو مشرانو کی د فلسطین د خود مختاری اداری مشر محمود عباس هم شامل دی چی وایی په راتلونکی جمعی ورځی به ددی اداری مشر بان کی مون ته پدی نړیوالی اداری کی د غړیتوب وړاندیز رسما وکړي.

بان کی مون په یوی خپری شوی اعلامیی کی وویل چی هغه د یو بل ترڅنګ د دوه و دولتونو د شتون پلوي کوي او هیله من دی چی دواړه خواوی او نړیواله ټولنه ددی کړکیچنی مسلی د دیپلوماتیک حل د لاری په موندلو کی بریالی شی. هغه همداشان د سعودی عربستان شهزاده سعود الفیصل سره د نړیوالی ترهګرﺉ سره د مبارزی په اړه خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG