د لاس رسي وړ اتصالات

د کرزي او اوباما ټلیفوني خبرې


د کرزي او اوباما ټلیفوني خبرې
د کرزي او اوباما ټلیفوني خبرې

د امریکا حکومت کوښښ کوي کومه شخړه او جنجال چې یې په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې له امله د افغانستان دحکومت سره راپیدا شوې دی، کم یې کړي. جمهور رېس بارک اوباما نن په دې اړه د افغانستان د جمهور رییس حامد کرزي سره په تلېفون خبری وکړې او خپله خواشینی ېې ورته د هغو ملکي خلکو دمرګ له امله څرګنده کړه چې دناټو دهواېې الوتکو په بمبارېو کې په هلمند کې وژل شوي دي.

د سپینی ماڼئ ویاند جې کارني د چهار شنبې په روځ وویل چی پرون دی دواړو مشرانو په یوه ویدیو کنفرانس کی یو له بله سره په افغانستان کی د جګړ

ې په باب هم خبرې وکړې. ښاغلی کارنی وویل چی اوباما په افغانستان کی د ملکی وګړو پر وژل کیدو خپل خپګان څرګند کړ خو زیاته یی کړه چی په افغانستان کی اکثر ملکی تلفات د طالبانو په لاس د تررستی فعالیتونو له امله پېښیږی.

له بلې خوا دکانګرس د ېو تحقېقاتي راپور نه دا خبره څرګنده شوې چې په افغانستان دملت جوړونې او ابادئ لپاره چې دامرېکا حکومت تراوسه پورې کوم کوښښونه کړي او پېسې یې لګولي دي،، په ډېره کمه اندازه ېې کوښښونه برېالي شوي دي . راپور وېې کله چې خارجي عسکر دافغانستان نه په ٢٠١۴ مېلادي کال کې ووځي نو شاېد چې دغه برېالېتوبونه نتېجه دوام ونه کړي.

د کانګرس په دې راپو رکې چې نن دچهارشنبې په ورځ خپور شو او او دامرېکا د مشرانو دخارجي اړېکو جرګه ګئ جوړ کړی دي، وېل شوي دي چې تقرېبا ١٩ مېلېارده ډالر چې دامرېکا حکومت تراوسه پورې د ملت رغونې او ابادئ په کارونو باندې په افغانستان کې خرڅ کړي دي، او د تېرې ېوې لسېزې نه ېې را په دې خوا هلته کار کړې، عملا ېې ډېره کمه نتېجه ورکړې او دومره زېاتې پېسې چې دتېرو لسو کلونو په دوران په افغانستان کې امرېکا په ابادئ او بېا رغونې باندې لګولي دي تراوسه پورې ېې په بل کوم هېواد کې نه دي مصرف کړي.

XS
SM
MD
LG