د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس کرزي پارلمان پرانیست


جمهور رئیس کرزي پارلمان پرانیست
جمهور رئیس کرزي پارلمان پرانیست

که څه هم درې سوه معترضو کاندیدانو د اعتراض په ډول د ارګ په ماڼۍ کې کرۍ شپه په ویښه تېره کړه خو بیا هم نن جمهور رییس حامد کرزي نوی پارلمان پرانیست.

دا د افغانستان د پارلمان شپاړلسمه دوره ده.

دا پارلمان د ولسي جرګې د معترضو او نه بریالیو نوماندانو د اعتراضونو، د ځانگړې محکمې د جوړېدلو او په ټاکنو کې د درغلیو د تورونو له امله د ټاکل شوې مودې نه ۶ ورځې وروسته وشوه.

د پارلمان د پرانستنې په مراسمو کې بهرنیو استازو او د حکومت لوړ پوړو چارواکو هم برخه اخېستې وه.

نن بیا هم د پرانستنې په مراسمو کې درې ساعته ځنډ راغی او لامل یې ددې ولسي جرګې د غیر مشروعیت په اړه د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې د نه بریالیو او معترضو نوماندانو اعتراض وو.

خو جمهور رییس د هیواد د شورا ۱۶ دوره پرانیسته او پرانیستنه یې خلکو ته مبارکه وګڼله.

ښاغلي کرزي د پارلمان د پرانستنې پرمهال وویل لس کاله دمخه دا هیوا د د پردیو د لاس پوڅو د لاس وهنو له امله وران ویجاړ موږ ته پاته شو خو زموږ د خلکو د هڅو او هاند په پایله کې دادی ودان او ازاد هیواد زموږ په لاس کې دی.

د ولسمشر په وینا، په وروستیو پارلمانی ټاکنو کی د پردو د لاس وهنو له امله ډیر لوی بحران را منځ ته شو خو موږ باید زیار وباسو چې دا پروسه او د دولت او حکومت ټولې چارې افغانیزه کړو.

کرزي وویل: په تیرو لسو کالو کې د پردیو له لاسه ددې هیواد نږدې لس زره بیګناه خلک وژل شوي.

هغه پر وسله والو طالبانو ږغ وکړ چې وسله دې کیږدي او نور دې د پردیو د لاس آله نه ګرځي.

ولسمشر د بهرنیو ځواکونو نه افغان پوځ ته د مسولیت د سپارنې پروسه په شا نه تلونکې وبلله او وې ویل د هیواد امنیتي مسولیت به ضرور افغانانو ته سپارل کیږي. خو تر هغه مهاله یعنی ۲۰۱۴ کاله پورې باید افغان پوځ په ځان بسیا شي.

د کرزی په وینا دا هیواد باید د بې قید و شرطه ملي حاکمیت خاوند شي. افغانان باید هڅه وکړي چې د ملي دفاع په لار کې د پردیو پر اوږو بار نشي.

د سیمې له هیوادونو سره د افغانستان ښې اړیکې ددې هیواد د پر مخ تګ لپاره اړینې دي نو له همدې کبله جمهور رییس د نړیوالو تړونونو سره په خاص ډول د شانګهای په سازمان کې هم د افغانستان د ګډون هیله څرګنده کړه.

کرزی وایي هر هیواد چې استقلال او امنیت یې د ګواښ سره مخامخ وي دا حق لري چې د خپل امنیت او استقلال د ساتنې او ځان د دفاع لپاره د نړیوالو دفاعي سازمانونو سره یو ځای شي نو افغانستان هم غواړي دا لاره خپله کړي.

له بلې خوا د ښاغلي کرزي په وینا د بهرنیانو حضور باید په افغانستان کی قانونمند شي او دا یې د نوي پارلمان دنده وبلله. په همدې ترڅ کې یې د ولایتي بیارغاونې د ټیمونو پي آر ټي ګانو د خپل سرې اعمالو او دولت سره د موازي ځواک د جوړولو مخنیوی یې وغوښت.

ښاغلي کرزي وویل: د ګاونډیانو سره ښې اړیکې د دواړو هیوادونو په ګټه دي. د ایران سره د افغانستان اړیکې د متقابل احترام پر سیاست استوارې دي.

کرزي ایران د افغان مهاجرو ښه کوربه وبللو خو د هغو مظاهرو په اړه یې څه ونه ویل چې په دې وروستیو ورځو کې په کابل او د افغانستان په نورو ولایتونو کې د ایران د چلند په خلاف وشوې.

کرزي په سیمه کې د تروریزم سره مبارزې لپاره د پاکستان پراخ ګډون وغوښت او دې هیواد ته یې ډاد ورکړ چې د افغانستان له لورې به ورته هیڅ کله هم ګواښ متوجه نه وي.

ښاغلي کرزي په پای کې وویل، حکومت یې چمتو دی چې د بهرنیو هیوادونو د مرستو شویو پیسو حساب کتاب ورکړي خو دده په وینا د هغو پیسو چې د دوی له نظره پرته مصرفیږي، دوی یې د حساب ورکولو مسئولیت نه لري.

د غونډې په ترڅ کې د نوي پارلمان غړو د وفادارئ لوړه وکړه او د پارلمان د کار پيل اعلان شو.

XS
SM
MD
LG