د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزی نن د جمعې په ورځ پاکستان ته په دوه ورځني سفر روان دی.
د کرزي د دې سفر هدف سفر هدف ددواړو ملکونو تر منځ ددوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا ده
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت یوه نطاق وویل چي جمهوررئیس آصف علي زرداري ښاغلي کرزي ته دا بلنه ورکړې ده. ویل کیږي د افغانستان جمهوررئیس به د ښاغلي زرداري او د پاکستان د صدراعظم یوسف رضا گیلاني سره وگوري.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت په یوه بیانیه کي ویل شوي دي چي «پاکستان او افغانستان نژدې دوستانه اړیکي لري او د جمهوررئیس کرزي دا سفر به ددواړو وروڼو خلکو او هیوادونو تر منځ ددې دوستانه روابطو او نژدې همکاریو د لا پیاوړتیا سره مرسته وکړي. »
ټاکل سوې د سولي یو ګډ کمیسیون هم د ښاغلي کرزي ددې ملاقات په وخت غونډه وکړي.
ویل کیږي ددې خبرو مهم ټکي د طالبانو سره د سولي مذاکرات، د تروریزم سره په جګړه کي همکاري او د تجارتي اړیکو پراختیا وي.