د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي په پاکستان کې د تروریزم د مرکزو په خلاف د کلکو اقداماتو غږ کړی


جمهور رئیس حامد کرزي نن پوښتنه وکړه چې ولې د لویدیځ ملکونو ایتلافي ځواکونه نه شي کولای چې په گاونډی هیواد کې د ټروریستي پناهگاو د تباه کولو کلکه ارادې ولري.

کرزي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په یوه مطبوعاتي کانفرانس کې وویل د ټروریزم په خلاف د جنگ مرکزونه د افغانستان د خلکو په کورنو او کلیو کې نه دي بلکه اصل ځایونه یې د افغانستان د سرحدونو نه بیرون پراته دي، هلته باید جنگ وشي.

هغه وویل چې یواځې ایتلافی قواوې کولای شی چې د افغانستان نه د بیرون د مخالفانو فعالیتونه شنډ کړي او دا پوښتنه راپیدا کیږي چې متحدینو تر اوسه پورې ولې داسې کوم اقدام نه دي کړي.

د امریکا د استخباراتو په هغو سري اسنادو کې چې د ویکي لیکس په ویب پاڼه کې په روانه هفته کې افشا شوي، دا الزام لگول شوی چې د افغانستان د طالبانو او د پاکستان د استخباراتو په منځ کې اړیکې موجودې دي.

د پاکستان د خارجه وزارت ویاند عبدالباسط وویل چې د ښاغلي کرزي دغه تبصرې د فهم وړ نه دي او په کابل کې د پاکستان سفیر کوښښ کوي چې د افغانستان د جمهور رئیس ددغو څرگندونو په اړه توضیحات لاس ته راوړي.

د پاکستان د خارجه وزارت ویاند وویل چې افغانستان او پاکستان دواړه گاونډیان دي او د ټروریزم په خلاف په جنگ کې همکاري هم لري.

د جمهور رئی کرزي د دفتر یوه ویاند نن ناوخته وویل چې د افغانستان د دوستانو په اړه د جمهور رئیس خبرې ژورنالستانو غلطې تعبیر کړي دي.

په همدې خبري کنفرانس کې ښاغلي کرزي په افغانستان کې د امریکايي قواوو د سري استخباراتي راپورونو افشا کول هم وغندل.

کرزي وویل چې ددغو پټو اسنادو رسوا کیدل به د هغو افرادو ژوند په خطر کې واچوي چې په افغانستان کې یې د خارجي قواوو سره مرسته کړې وه.

ښاغلي کرزي ددغو سري اسنادو افشا کول غیر مسوولانه وبلل او ویې ویل اوس د مخبرانو ژوند په خطر کی دی.

خو د ویکي لیکس د شبکې بنسټ ایښودونکی جولیان اسنج وايي چې د خپرولو نه مخکی یې د ټولو مخبرانو نومونه کتلي دي او همدا وجه وه چې ١٥ زره پټ سندونه چې د جاسوسانو نومونه په کې وو افشا نه کړل.

امریکايي مقامات هم دا خبره کوي چې په غیر مجاز ډول ددغو سندونو افشا کیدل به د ځینو افرادو ژوند په خطر کې واچوي او شاید چې په افغانستان کې نظامي عملیاتو ته نقصان ورسوي.

XS
SM
MD
LG