د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: آمریکایانو ته قانوني مصونیت ورکول د خلګو مسولیت دی


د افغانستان ولسمشر وایي، دا فیصله باید د هیواد سپین ږیري او مشران وکړي چې د امریکا هغه عسکر چې د دوه زره څوارلسم کال نه وروسته په افغانستان کې پاته کیږي، د افغانستان قانون باید ورباندی عملي شي کنه؟

ولسمشر حامد کرزي نن په کابل کې وویل، د مصونیت د ورکولو پریکړه باید افغان حکومت نه بلکې افغان ولس وکړی.. ښاغلي کرزي وویل ، لویه جرګه باید را وغوښتل شي چې د امریکایي عسکرو د مصونیت په هکله پریکړه وکړي.

ښاغلي کرزي تیره اونۍ په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر اوباما سره وکتل. ښاغًلي اوباما خبرداری ورکړ چې هیڅ امریکایي عسکر به په دوه زره څوارلسم کال کې د ناټو د قواوو د وتلو نه ووروسته په افغانستان کې پاتی نه شی که چیري قانوني مصونیت ورنکړل شي.
ښاغلي کرزي د دوشنبې په ورځ وویل، د مصونیت په هکله موافقې ته رسیدل به اته نه میاشتې وخت ونیسي.
XS
SM
MD
LG