د لاس رسي وړ اتصالات

کر‌زی: افغانانو ته د واک سپارلو لپاره د بن بله غونډه کیږي


کر‌زی: افغانانو ته د واک سپارلو لپاره د بن بله غونډه کیږي
کر‌زی: افغانانو ته د واک سپارلو لپاره د بن بله غونډه کیږي

جمهور رییس کرزی وایي د میونیخ غونډې د هیواد لپاره ښې لاس ته رواوړنې درلودې او د ولسمشر په وینا افغانستان ته د قدرت د انتقال لپاره د بن راتلونکې غونډه به د افغانستان تر مشرﺉ لاندې کیږي.

ټاکل شوی ده په نږدی راتلونکی کی په افغانستان کی دامنیت د ټینګښت او قدرت د انتقال لپاره په بن کی یو ځانګړی کنفرانس جوړ شي. ښاغلی کرزی وایی دا کنفرانس به د ماهیت له نظره د بن د لومړنی کنفرانس نه ښکاره توپیر ولری.

کرزی وايي چې د امریکا له متحدو ایالاتو سره د اوږد مهاله ستراتيژيکو اړیکو د ایجاد په لړ کې ترې امریکايي مقاماتو په افغانستان کې د دايمي اډو د شتون غوښتنه کړې او که دا موضوع را مطرح کيږي نو تصمیم به افغانان او قانوني مجراوی نیسي.

جمهور ریس کرزی چې د هند او مونیخ له سفر تازه کابل ته تللی په کابل کې یې خبریالانو ته وویل چې له امریکا سره اوږده ملګرتیا کې د افغانستان ګټه نعښتې او له امریکا سره دا ډول اوږدې ملګرتیا ته اړتیا ده.

هغه وویل چې دا اړېکې به پدې معنی نه وي چې امریکا د ګاونډيانو او یا د سیمې په ضد د افغانستان له خاورې ګټه اخلي بلکې دا به په دوه اړخیزو منفعتونو کې مطرح کیږي.

جمهور ریس ښکاره دا نېټه په ډاګه نه کړه چې کله به له امریکا سره د دايمي پوځي اډو تړون لاسلیک کوي او یا دا ستراتيژيکې اړېکې به څرنګې وي.

جمهور ریس یو ځل بیا د پي ار ټيانو شتون د حاکمیت په زیان وباله وې ویل چې د مونیخ په امنیتي غونډه کې یې هم له نړیوالو سره مطرح کړې، هغه د راتلونکي لمریز کال د حمل په میاشت کې د امنیت د انتقال د پېلېدو خبره هم وکړه وې ویل چې په همدې میاشت کې به تصمیم ونیسي چې له کومو ولایتونو او ولسوالیو یې پيل کړي.

جمهور ریس کرزي د پارلمان د ریاست لپاره د ریس د ټاکنې په موضوع وویل چې دا د ولسي جرګې د غړو حق دی او قانوني کړنه ده نه د ګډوډۍ په معنی.

هغه مشرانو جرګې ته د انتصابي غړو د ژر پېژندو په اړه هم وویل، یاده یې کړه چې پدغو انتصابي غړو کې به د پخوانۍ ولسي جرګې غړي هم شامل وي.

XS
SM
MD
LG