د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: وروستي بریدونه افغان قواوو ته د مسولیت سپارلو مخنیوی نه کوي


کرزی: وروستي بریدونه افغان قواوو ته د مسولیت سپارلو مخنیوی نه کوي
کرزی: وروستي بریدونه افغان قواوو ته د مسولیت سپارلو مخنیوی نه کوي

د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزی وایي چي په کابل کي په انټرکانټینټل هوټل باندي د حملې په شان حملې به د هغي پریکړي مخه ونه نیسي چي د پلان سره سم به افغان قواوي د ملک امنیت په خپله غاړه واخلي. په دې حمله کي یوولس کسه ووژل شول او اته کسه زخمي شول.

یاغیانو چي درندې وسلې ورسره وې د انټر کانټي نینټل هوټل پنځه ساعته محاصره کړی و، چي دا محاصره یې د چهارشنبې په ورځ وروسته له هغه ختمه سوه چي نهو تنو حمله کونکو یا خپله ځانونه په خپلو بمونو والوځول یا د افغان او ناتو د قواو له خوا ووژل شول.

طالبانو وویل چي دا حمله دوی وکړه. په وژل شوو کسانو کي د هوټل افغان کارکونکي، پولیسان او یو هسپانوی میلمه شامل وو.

جمهوررئیس کرزي پرون دا حمله وغندله او هغه یې «د تروریزم وحشیانه عمل» وباله. هغه د امنیتي قواو چټک جوابي عملیات وستایل او ویې ویل چي دا حمله به د خارجي قواو نه افغان قواو ته د امنیتي چارو د سپارلو جریان چي ټاکل شوې د جولای په میاشت کي پیل سي، بند نه کړي.

د امریکا جمهوررئیس براک اوباما وویل چي « د افغانستان پایتخت تر پخوا اوس ډیر محفوظ دی او افغان قواو تر پخوا زیات قابلیت حاصل کړی دی. »

هغه وویل چي امریکا په افغانستان کي « په خپل ماموریت کي کامیابه ده. »

یاغیانو په انټر کانټينینټل هوټل باندي په داسي حال کی حمله وکړه چي ټاکل سوې وه په دابله ورځ یې یو کنفرانس جوړ سي چي افغان قواو ته د امنیتي چارو د سپارلو د پاره ترتیبات ونیول سي. د افغانستان د څو ولایتونو چارواکي هم د دې کنفرانس د پاره دې هوټل ته راغلي وو.

ټاکل شوې ده چې د د راتلونکې میاشتې نه په افغانستان کې دیره امریکايي قواوې په وتلو پیل وکړي. د ۲۰۱۴ کال پورې د قواوو د وتلو بهیر پای ته رسیږي او د امنیت ټول مسولیت افغان قواوو ته سپارل کيږي.

XS
SM
MD
LG