د لاس رسي وړ اتصالات

ویل کېږي چې د ولسمشر کرزي خبرو د چک هېګل سره ګډ مطبوعاتي کنفرانس لغوه کړ


د ناټو چارواکي وايي چې د وردک په ولایت کې دوه امریکايي عسکر وژل شوي او څو تنه نور ټپیان شوي دي. چارواکي وايي چې یو کس چې د افغان پوځ یا پولیسو یونیفورم یې اغوستی وو، د دوشنبې په ورځ یې د وردک په ولایت کې پر امریکایانو باندې ډزې پیل کړې او په نتیجه کې یې څو امریکایان او افغان سرتیري ووژل.

په عین حال کې د کابل دباندي امریکايي ځواکونو دوه تنه ملکي افغانان ویشتلي او وژلي دي. دغه پېښې ځکه رامنځ ته شوې چې د افغانانو موټر د امریکايي ځواکونو کاروان ته ورنږدې کیدی. د امریکا د پوځ چارواکي وايي چې یادشویو افغانانو د ایتلافي ځواکونو اشارې څو ځلي د پامه وغورځولې او کاروان ته ورنږدې شول.

د دوشنبې د ورځې تاوتریخوالی په داسي حال کې رامنځ ته شو چې د امریکا ددفاع وزیر افغانستان ته خپل لومړی سفر پای ته ورسوی. د هغه سفر د ولسمشر کرزي له خوا د یوې راپارونکې بیانیې له کبله او دغه راز د شنبې د ورځې د بریدونو وروسته د یو لړ امنیتي ملحوظاتو له امله اغیزمن سو. ټاکل شوې وه چې د یکشنبې په ورځ د ښاغلي کرزي او د دفاع وزیر چک هېګل ترمنځ یو خبري کنفرانس ترسره سوی وای خو دغه کنفرانس لغوه شو.


چارواکو پر امنیتي ملحوظاتو باندي زیات ړنا وانچوله خو د شنبې د ورځې په دوو ځانمرګه بریدونو کې چې یو یې په کابل او بل یې هم د خوست په ولایت کې ترسره شو، لږ ترلږه ۱۹ کسه ووژل شول. د کابل د برید په لړ کې د افغانستان ددفاع وزرات په نښه سو په داسې حال کې چې د امریکا ددفاع وزیر پلازمېنې کابل ته روان وو.


ولسمشر کرزي د یکشنبې په ورځ د یوې وینا په ترڅ کې پر طالبانو باندې تور ولګوی چې د آمریکا په خدمت کې دي او د شنبې د ورځې د حملو په شان حملې ځکه کوي چې افغانان وویروي چې د ۲۰۱۴ کال د مهال ویش وروسته په خپل هیواد کې د نړیوالو ځواکونو حضور وغواړي.

ښاغلي هېګل د هغه سره ملو خبریالانو ته وویل چې نوموړي د ولسمشر کرزي سره سپیني او مستقیمي خبرې وکړې او ورته وېویل چې دا رېښتیا نه دي چې ګوندي د امریکا متحده ایالات د طالبانو سره یو جانبه کار کوي. ښاغلي هېګل وویل چې د سیاسي جوړجاړي یا سولې دپاره د هر ډول هڅو مشري باید د خپلو افغانانو په لاس کې وي.


د ولسمشر کرزي حکومت دغه راز دا ادعا هم وکړه چې د امریکا په مشري ځواکونه د افغانانوسره یو ځای د پوهنتون محصلین نیسي او زوروي.

افغانستان ته د ښاغلي هېګل سفر په یو حساس وخت کې ترسره سو چیري چې د امریکا متحده ایالات اوافغانستان په دې لټه کې دي چې د زندانونو کنټرول د ځان کړي او دغه راز د بهرنیو ځواکونو د وتلو دپاره یوه مسولانه لاره پیدا کړي.

ټاکل شوې وه چې د شنبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د بګرام د زندان کنټرول افغان لوري ته وسپارل سي خو دغه کار ځکه ونسو چې دواړې خواووې موافقې ته سره ونرسېدلې.

د یادونې وړ ده چې تیره میاشت د امریکا پخواني د دفاع وزیر لیان پنیتا ویلي وو چې ناټو او متحدین یې په پام کې لري چې د ۲۰۱۴ کال د مهال ویش وروسته په افغانستان کې د ۸ زرو څخه نیولې تر ۱۲ زرو پوري نړیوال ځواکونه پرېږدي. اوس مهال ناټو په افغانستان کې د یو لکو شاوخوا سرتیري لري.
XS
SM
MD
LG