د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: د طالبانو په نامه د نیول شویو کسانو دوسیې دې وڅیړل شي


جمهور رئیس حامد کرزي امر کړی چی د ټولو هغو بندیانو دوسیی دی وڅیړل شی چی د طالبانو او نورو یاغیانو په نامه بندي شوي دي.

دا لومړی اقدام دی چی جمهور ریس حامد کرزي یی د تیری اونی د سولی د مشورتی جرگی د غوښتنو په اساس پورته کوي تر څو په ملک کې روانه جگړه پای ته ورسوي.

د جمهور ریس کرزي دفتر وایی د څیړنی په هیُیت کی به د ستری محکمی ، د حکومت په ملاتړ د روغی جوړی کمسیون ، د عدلیی د وزارت او د نورو قضایی ادارو استاځي برخه ولري.

تقریبآ ١٦٠٠ کسانو په کابل کی په یوه درۍ ورځنۍ جرگه کی گډون وکړ.

دغی جرگی په خپل پریکړه لیک د هغو بندیانو د خوشی کولو غوښتنه کړی چی د افغانستان او یا خارجی قواوو لخوا د کافی اسنادو پرته نیول شوی دی.

په دی پریکړه لیک کی همدا شان د داسی یوه کمسیون د جوړلو غوښتنه شوی چی د طالبانو سره چی د افغانستان نه د خارجی قواوو د وتلو مخکی یی د سولی مذاکرات رد کړی دی د د روغی جوړی خبری په مخ بوځي.

په دی پریکړه لیک کی همدا شان ویل شوی چی هغه وسله وال مخالفین چی غواړی د سولی په خبرو کی برخه واخلی باید د القاعدی او نورو ترورستی ډلو سره خپلی اړیکی وشلوي.

او همدا شان ویل شوی د هغو یاغیانو نومونه د ملگرو ملتونو دتور لس نه باید ویستل شی چی غواړی د سولی په پروسه کی برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG