افغان حکومت او لویدیځ ملاتړی یی د طالبانو سره په تماس کی دی خو دوی وایي د نتیجې نه ډکی موافقی ته د رسیدو دپاره د یو نه تر دریو کلونو مودې ته اړتیا ده.
دا خبرې د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي پرون د چهارشنبې په روځ د برتانې خبري شبکې چینل فور سره د یوې مرکې په ترڅ کې وکړې.
هغه همدارنگه لویدیځو هیوادونو ته دا مشوره ورکړه چی په لیبیا کی دی چې د جمهور رئیس معمر قذافی یو څلویښت کلنې واکمنۍ په خلاف پکې شدیدې مظاهرې روانې دي.
د پوځي مداخلې نه ډډه وکړي. جمهور رئیس کرزي وویل چې حکومت یې د طالبانو د ځینو مشرانو سره په مستقیم تماس کې دي. طالبانو اوس په افغانستان کی خپلو خونړیو بریدونو ته شدت ورکړی دی.