د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي د امنیت انتقال اعلان کړ


کرزي د امنیت انتقال اعلان کړ
کرزي د امنیت انتقال اعلان کړ

بلاخره افغان جمهور رئیس د امنیت د انتقال د پروسې د پيل لپاره ګڼ ولایتونه او ولسوالۍ چې له نړیوالو ځواکونو به افغان امنیتي قواوو ته یې امنیت سپارل کیږي، اعلان کړل او وې ویل چې د روان لمریز کال په سرطان کې به ددغو ولایتونو امنیت افغانانو ته سپارل کیږي.

د جمهور رئیس کرزي ددغې ویناء نېټه چې نن له ډېرې مودې راهېسې ټاکل شوې وه، جمهور رئیس د امنیت د انتقال د پروسې د پيل لپاره هغه ولایتونه چې پکې به افغان ځواکونو ته له نړیوالو قواوو نه ټول صلاحیتونه او مسؤلیتونه لېږدول کیږي، اعلان کړل.

جمهور رئیس کرزي د نظامي اکاډمۍ سرتیرو ته په وینا کې وویل چې له دغو ولایتونو به د روان لمریز کال د سرطان په پای که د انتقال پروسه پيلوي.

حامد کرزی، د افغانستان جمهور رئیس: "د کابل د ولایت مسؤلیت د سروبي له ولسوالۍ پرته، د پنجشیر د ولایت مسؤلیت، د بامیانو د ولایت مسؤلیت، د هرات د ښار مسؤلیت له ولسوالیو پرته، د هلمند د مرکز د لشکرګاه مسؤلیت، د بلخ د مرکز مزار شریف د ښار مسؤلیت، د لغمان د مرکز مهترلام ښار مسؤلیت."

جمهور رئیس په خپله ویناء کې چې د نړیوالې ټولنې استازو هم برخه درلوده دا ډول وویل چې د انتقال دا پروسه د ولایتونو له مراکزو ولسوالیو ته غځول کیږي او د یو شمېر نورو ولایتونو په اړه ارزونه هم روانه ده چې د انتقال په دوهمه مرحله کې به اعلان شي، جمهور ریس کرزي وویل چې د انتقال د پروسې د سمې اجراء لپاره یو لړ شرایط لري. د کابل د کنفرانس تعهدونه دې نړیوال عملي کړي، د ملګري ملتونه دې د خپلو مؤسساتو په اړه افغان حکومت ته معلومات ورکړي.

جمهور رئیس د انتقال پروسه حتمي وبلله او له ټولو غاړو یې وغوښتل چې د خنډونو مخه دې ونیسي.

جمهور رئیس حامد کرزی: "ولې د انتقال پروسه، افغانستان ته سپارل او د خپلې خاورې ساتل زمونږ د خپلو ځوانانو په لاس دا حتمي ده ضروري ده او بېرته نه ستنېدونکې ده."

جمهور رئیس یو وار بیا د پي ار ټيانو د لغوی ترڅنګ د څو نورو په ویناء یې موازي بنسټونو د لغوې خبره هم وکړه.

جمهور رئيس په خپله ویناء کې یو وار بیا له ناټو او د امریکا له متحدو ایالاتو سره د اوږد مهال ستراتيژیکو اړیکو د دوام یادونه هم وکړه وې وی ویل چې له امریکا سره د ستراتيژيکې ملګرتیا لپاره خبرې روانې دي.

جمهور رئیس د سولې په پروسې هم ټینګار درلود وې ویل چې د طالبانو اوږده جګړه د بهرنیو د شتون باعث کېدای شي.

XS
SM
MD
LG