د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور ریس کرزی ترکیې ته تللی


د افغانستان د جمهوری ریاست مطبوعاتی دفتر وایی چی جمهور ریس کرزی په آسیاکې دهمکارۍ او اعتماد جوړونې ټولنی (سي کا) په کنفرانس کې چی دترکیې د استانبول په ښارکې جوړیږي دګډون لپاره نن د دوشنبی په ورځ د کابل نه دغه هېواد ته تللی دی.

د افغانستان د جمهوری ریاست مطبوعاتی دفتر د دغه بیان له مخی جمهور ریس کرزی به د سی شنبی په ورځ د سی کا د ټولنی غوندی ته وینا هم واوروی د افغانستان د جمهوری ریاست نطاق وحید عمر وایی چی د جمهور ریس کرزی به په خپله وینا کی په اسیا کی د افغانستان د رول په باب وغږیږی

"جمهور ریس به غونډی ته وینا ولری چی پکی طالبانو سره د پخلاینی په هکله خبری ندی شاملی د هغه په خبرو کی د سمیزه همکاری پوری مربوطی مسلی شاملی دی"

په آسیاکې دسولې، امنیت او ثبات دلوړوالي په نیت دهمکارۍ دپیاوړتیا او په اسیا کې دغړو هېوادونو ترمنځ داعتماد جوړونې لپاره دغه کنفرانس په ۲۰۰۲ میلادي کال کې دقزاقستان دجمهورریس نور سلطان نظربایف په وړاندیز جوړ شو چی دا ځل د دترکیې جمهورریس عبدالله ګل په کوربه توب ددغه هیواد د استانبول په ښار کی د۲۰ غړو هېوادونو د حکومتونو د ریسانو او عالی رتبه چارواکو په ګډون جوړیږی .

جمهورریس حامد کرزی به په دغه کنفرانس کې پرګډون او وینا سربیره دترکیې جمهوریت له جمهورریس عبدالله ګل، صدراعظم طیب اردغان او په دغه کنفرانس کې دګډون کوونکو هېوادونو له یو شمېر مشرانو سره هم لیده کاته وکړی.

جمهورریس سره ترکیې ته په دغه سفرکې دبهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمی رسول او دملي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا هم ملګرتیا کوي .

XS
SM
MD
LG