د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: د ملي امنیت ادارې د امریکا څخه پیسې اخیستي


د افغانستان ولسمشر حامد کرزی وایي چې د ده د ملي امنیت اداره له تېرو لسو کلونو راهیسې دامرېکا له حکومت نه پېسې ترلاسه کوي.

ښاغلي کرزي دا خبره نن د دوشنبې په ورځ هغه وخت تائید کړله چې کله له هغه نه دنیویارک ټایمز د ورځپاڼي درپوټ په برخه کې پوښتنه وشوله.

د امریکا د مشهورې ورځپاڼې نيويارک ټايمز په یوه تازه راپور کې راغلي چې د امريکا استخباراتي ادارې (سي اى اې) په خاصه توګه د افغان ولسمشر دفتر ته په بکسونو او پاکټونو کې ميليونونه ډالر ورکړي دي.

ورځپاڼې په دغه راپور کې د کرزي د دفتر د پخواني ریْس خليل رومان په حواله ليکلي چې دغه پيسې له تېرې يوې لسيزې راهيسې په پټه راتلې او په پټه توګه لګول کېدې ، خو کوم حساب کتاب يې معلوم نه و.

بلي خواته د افغانستان د جمهوري ریاست نه په یوه خپاره شوي خبر لیک کې راغلي دي چې د ارګ د ملي امینت د مشاور دفتر د امریکا لخوا نه په تیرو لسو کلونو کې ډیرې نه بلکې محدودې مرستې ترلاسه کړیدي. د دې مرستو هدف د مشحصو عملیاتو، د ټپیانو او معیبونو سره د کومک او د نورو مصارفو او کرایو په خاطر لگېدلي دي. خبر لیک وايي چې دا مرستې ډېرې ګټورې او مفیدې تمامې شوي دي او له امله یې دوي منندوی دي.

د نیویارک ټایمز د دې راپور په اړه د کرزي د دفتر د پخواني مرستیال سره امریکا غږ ځانکړې مرکه کړې ده او ویلي یې دي چې نیویارک ټایمز د هغه نه غلط نقل قول کړی دی.

د هغه نظر په لاندي لینک کې اوریدلای شیْ.




د فینلڼد په پلازمېنه هېلسنکي کې د خبري کنفرانس پرمهال ښاغلي کرزي وویل چې دوي ددغو میاشتنیوو پیسو چې مقدار ېې ډېر زېات نه وو هرکلی کوي . خو نوموړي دا څرگنده نکړه چې څومره پیسې وې.
XS
SM
MD
LG