د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر کرزي د امریکا د پوځ نوي خپاره شوي عکسونه محکوم کړل


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي دپنجشنبې په ورځ هغه نوي عکسونه چې دامریکا عسکر ښيي چې د درې ځان مرگو د مړیو له بقایاو سره ولاړدي محکوم کړل. هغه دغه تصویرونه خواشینوونکي او د کرکې وړ وبلل.

ښاغلي کرزي دا خبرداری هم ورکړ چې دغې ته ورته ناوړه پېښو پخو دافغانانو کرکه اونفرت راپارولی دی او ددی سبب شوي دي چې قهر جنې او له مرگ ژوبلونه ډکی مظاهری وشی. په دغه راز مظاهرو کې په لسهاو کسان وژل شوي دي.

ولسمشر کرزي زیاته کړله چې دا ډیر ناوړه او کرکجن کاردی چې دمړیو دبدن له اندامونو سره عکسونه واخیستل شي او هغه بېا له نورو سره شریک کړی شي.

دغه عکسونه د چارشنبی په ورځ د لاس انجلس ټایمز په ورځپاڼه کې خپاره شول.

XS
SM
MD
LG