د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: امریکا راته د ستراتیژیکو اړیکو سند سپارلی


کرزی: امریکا راته د ستراتیژیکو اړیکو سند سپارلی
کرزی: امریکا راته د ستراتیژیکو اړیکو سند سپارلی

افغان جمهور رئیس حامد کرزی وايي چې د امریکا متحده ایالاتو ورته له افغانستان سره د ستراتيژیکو اړیکو په اړه یو سند سپارلی او افغان حکومت ددغه سند په بشپړه مطالعه بوخت دی.

جمهور رئیس کرزي که څه هم د امریکا له لوري د ستراتيژیکو اړیکو په باب د لېږل شوي سند بشپړ جزئیات ور نه کړل ولې وې ویل چې دا سند دوه اوونۍ وړاندې ورته سپارل شوی او لا هم مطالعه یې روانه ده.

جمهور رئیس خبریالانو ته وویل تېره ورځ د حکومت د لوړ پوړو چارواکو په حضور یې دا سند مطالعه کړی او د افغانستان په ګټه ترې نقطې یې راوستې او له وړاندیزونو سره مل به یې بېرته د امریکا حکومت ته وسپاري، ترڅو د ستراتيژیکو اړیکو په اړه مذاکرې دوام وکړي.

هغه وویل افغانستان خپلې ګټې لټوي او امریکا باید د دوی غوښتنې ومني، جمهور رئیس وویل له تېرې اوونۍ راهېسې ددې سند په اړه یې مسلسلې ناستې کړي او د منفعتونو تثبیت یې کړی دی.

جمهور رئیس حامد کرزی: ‪"شرايط مو ډېر پرې ايښي دي، ښه مو پرې لاسونه او پښې تړلي دي، ښه شرايط مو ايښي، لکه څومره پیسې غواړو، افغانستان سره مرستې څنګه وشي، په کومو شرايطو دوی دلته د فعالیت اجازه لري، دا د عساکرو خپلسري یې څنګه کیږي دا څنګه بندوو، په افغانستان کې بهرنیو ځواکونو قانونیت او ټول هغه شرايط چې زمونږ ګټې پکې وي، زمونږ د منطقې حالات خصوصا له ټولو مهمه له امریکا سره د ستراتيژیکو اړیکو په اړه اول شرط د سولې راوستل دي.‪"

جمهور رئیس وویل په درېیو میاشتو کې دننه به عنعنوي لویه جرګه را وغواړي او جرګه به بیا ددغو اړیکو په باب پرېکړه کوي، هغه وویل که دا اړېکې د افغانستان په ګټه وي نو نوم به یې په تاریخ کې ښه یادیږي او که نه سر لا دا اوسه داسې څه نه کوي چې دا اړېکې د افغانستان په زیان تمامې شي.

جمهور رئیس حامد کرزی: ‪"که د افغانستان شرايط ومنل شي او دا ستراتيژیکه اړیکه په بشپړه توګه د افغانستان له شرايطو او منفعتونو سره برابره وي طبعا چې د افغانستان په ګټه به وي، دا د حکومت دنده چې دا منفعتونه تثبیت کړي او په امریکا یې قبول کړي بیا به دا د افغانستان خلکو ته د لویې جرګې له لارې وړاندې شي، د افغانستان خلک به بیا دا یا تائید کړي او یا به یې رد کړي د افغانستان خلک به پرې پرېکړه وکړي.‪"

جمهور رئیس کرزي بل لورته د کابل بانک په سقوط کې د لویديځ ځېنې بنسټونه ګرم او ښکېل وبلل وې ویل چې درې نړیوالې ادارې په یوه نوعه د کابل بانک په نسکورولو کې ښکېلې وې، جمهور رئیس د پرایس واچ کوپر چې د امریکا د بانکونو د څارنې یوه اداره ده ګرمه کړه چې دې ادارې د کابل بانک له بحران درې مېاشتې مخکې افغان حکومت ته د بانک د صحت په اړه رپورټ ور کړی وو، دا ډول بیرینګ پوینټ او دیلایټ ادارې یې هم داسې وګڼلې چې په ملیونونو ډالر یې له نړیوالو اخیستي او برعکس په بانکونو یې ظرفیت جوړونه نده کړې.

جمهور رئيس حامد کرزی: ‪"دا امريکايي اداره پرایس واچ کوپر دوی د افغانستان د حکومت تر تعقیب لاندې دي، کله چې له اداري فساد سره د مبارزې ریاست او لویه څارنوالي دې پرېکړې ته ورسیږي چې دې ادارې په قصد او یا په بل دلیل د افغانستان حکومت ته غلط راپور ورکړی دی، د عدلي تعقیب لاندې او د افغانستان د محاکمو تر پلټنو لاندې به ونیول شي.‪"

جمهور رئیس وویل هر هغه چا چې د کابل بانک په مسئله کې قانون نقض کړی وي تر قانوني تعقیب لاندې به ونیول شي که دا د بانک سهم لرونکي وي او یا که نورې ادارې، جمهور رئيس وویل د امریکا او نورو اروپايي هیوادونو نه یې غوښتي چې هغه پیسې چې په غیری قانوني ډول د دوی بانکونو ته لېږدول شوي بېرته مستردې کړي او عاملین دې ورته په ګوته کړي.

پدې خبري ناسته کې جمهور رئیس پارلمان ته د کابېنې د ځېنو غړو د نومونو د لېږلو یادونه هم وکړه وې وېل چې ژر به دا کار ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG