د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر کرزی وایي امریکايی چارواکي په څیړنو کې بشپړه همکاري نه کوي


دافغانستان جمهورریئس حامد کرزی پر امریکا انتقاد کړیدی چې دشپاړسو کلیوالو دوژلو په تحقیقاتو کې پوره همکاري نه کوي چې دیو امریکایې عسکر له خوا وژل شویدي.ولسمشر کرزي د قومي مشرانو او دهغو مړو دکورنیو سره ولیدل چې دیکشنبې په ورځ دکندهار ولایت د پنجوايي په ولسوالۍ کې په ډزو کې وژل شوی وو.

ښاغلي کرزي پرون دجمعی په ورځ وویل چې امریکایې مامورانو دهغه پلاوي سره پوره همکاري نه وه کړې چې ددغو وژل شویو کسانو په باره کې تحقیقات وکړي.

ښاغلي کرزی انتقاد وکړ او وېویل چېدملکیانو وژل له ډیر وخت نه راپدی خوا روان دي اوپه ټوله معنی دا د زغم پای ده . ولسمشر کرزي وویل چې دغه راز سلوک نور نشي زغمل کیدای.

افغان مشر د امریکا دپوځ په ادعاگانو باندې انتقاد وکړچې یوازی یو عسکر په دغه پیښه کې لاس درلود .

کلیوال وایې چې د یوه امریکایې عسکر نه زیات عسکرو دپنجوایې دسیمې په حمله کې لاس درلود او په دغو مړو کې ماشومان هم شامل وو.

دولسمشر کرزی وینا په داسي وخت کې وکړه چې دغه مشکوک پرون دجمعې په ورځ دکنساس په ایالت کې د لیون ورت چوڼۍ ته انتقال شو چې هلته ډیر سخت امنیت پکی دی . افغانان غواړي چې دغه عسکر دي په افغانستان کې محاکمه شی.

XS
SM
MD
LG