د افغانستان جمهور رییس حامد کرزي د هغو پنځو تنو امریکایي عسکرو د اعمالو غندنه کړې ده چې د امریکا د پوځ د یوه بلوک پورې یې اړه لرله او دا تور پرې لګېدلی چې په قصدي ډول یې پنځه تنه افغانان وژلي دي.
ښاغلي کرزي نن وویل چې دغو ملکي کسانو امریکایي عسکرو ته هیڅ ډول خطر نه ؤ متوجه کړی او یوازیې د خپلې ساعت تیرﺉ پلاره یې هغوی ووژل.
وروسته د هغې چې د المان د شپیګل Der Spiegelمجلې او د امریکا د رولینګ سټون Rolling Stone مجلې ددغو پنځو تنو امریکايي عسکرو تصویرونه چاپ کړل چې د وژل شوو افغانانو سره یې د خندا په حالت کې اخیستلي وو، دا لومړی وار دی چې ښاغلی کرزی په دې اړه تبصره کوي.
یو امریکايي عسکر چې په مجلو کې یې عکس چاپ شوی و، په خپل جرم یې اقرار کړی دی او یوې پوځي محکمې تیره هفته په ٢۴ کلونو حبس باندې محکوم کړ.
محکوم شوی عسکر چې جېرمي مولارک نومیږي د هغو پنځو امرېکاېې عسکرو د جملی نه لومړې عسکر دی چې په پوځې محکمه کې کورټ مارشال شو.
په دغو پنځو تنو امریکايي عسکرو باندې دا تور لگول شوی دی چې پروسږ کال یې په کندهار کې درې تنه ملکي کسان وژلي دي مجرم د محکمې قاضي ته وویل زمونږ پلان همدا ؤ چې خلک ووژنو.
ددغو تصویرونو د خپرېدلو نه وروسته د امریکا پوځ بخښنه وغوښتله او ویې ویل چې دغه عمل د پوځ په وینا د امریکا د پوځ د ارزښتونو او مسلکي موازینو برخلاف دی.