د لاس رسي وړ اتصالات

اروپايي اتحاد قزاقستان پر ټولټاکنو نیوکه وکړه


اروپايي اتحاد قزاقستان پر ټولټاکنو نیوکه وکړه
اروپايي اتحاد قزاقستان پر ټولټاکنو نیوکه وکړه

د قزاقستان ولسمشر نورسلطان نظربایوف وايي چې د هغه د ګوند پرونی بریالیتوب د هغه د ګوند نه د خلګو ملاتړ بیانوي او د ملي وحت نښه په ډاګه کوي. دا په داسي حال کې ده چې حکومت یوه میاشت مخکي د حکومت مظاهره کونکو پرضد خونړۍ کمپاین پیل کړ.

خو د ټولټانکو د څارنې یوې اروپايي ډلې نن د دوشنبې په ورځ ددغه هیواد پر ټاکنو باندي نیوکه وکړه او وویل چې په ټولټاکنو کې ټول هغه ګوندونه ایستل شوي وو چې د نظربایوف د ګوند پرخلاف یې چې پر دغه هیواد یې ۲۰ کاله حکومت کړی دی، واقعي مخالفه دریځ غوره کړی و.

د دېنه مخکي په پارلمان کې تقریبا ټولې چوکۍ د نظربایوف د حاکم ګوند وې خو په پرونۍ ټولټاکنو کې د لومړي ځل دپاره د اکزول ګوند چې د حکومت طرفداره ګوند دی په پارلمان کې ځیني څوکۍ وګټلې.

د ټولټاکنو لومړني اعلان شوي نتایج ښيي چې د ښاغلي نظربایوف ګوند ۸۰ په سلو کې رایې ګټلي دي. خو د ټولټاکنو د یوه نوي قانون پربنسټ هر هغه ګوند چې لږ تر لږه ۷ په سلو کې رایې وګتي په اوتومات ډول په پارلمان کې څوکۍ ګټي.

XS
SM
MD
LG