د لاس رسي وړ اتصالات

قزاقستان کې د جشن په ورځ شخړې


قزاقستان کې د جشن په ورځ شخړې
قزاقستان کې د جشن په ورځ شخړې

په قزاقستان کي د خپلواکۍ دورځي جشنونه په شخړو او جګړو بدل شول چي په کي لږترلږه لس کسه ووژل سول.

دا جگړې پرون د جمعې په ورځ د هغه هیواد په لویدیځ کي د ( ژاناوزین ) په ښار کي پیل شوې. په دې ښار کي د تیلو کارگرانو چي ځیني یې د کارونو نه ایستل شوي دي، د زیاتو معاشونو غوښتني کولې.

د قزاقستان لوی څارنوال ( اشقط دولبایوف ) پرون خبریالانو ته وویل چي دغه لس کسه د پولیسو سره په شخړو او اخ وډب کي وژل شوي دي. په یوه بل رپوټ کي چي وختي د هغه ددفتر نه خپور سو، ویل سوي وو چي په دې شخړو کي دوه پولیسان زخمي شوي هم دي.

چارواکو ویلي دي چي دا نښتي وروسته له هغه پیل سوې چي ځینو مظاهره چیانو هغه خیمې څیري کړې چي د ښار په مرکزي میداني کي درول شوي دي. مگر ځینو مظاهره چیانو مطبوعاتي شبکو ته وویل چي په دوي باندي پولیسان را تاو سول او ډزي یې پر وکړې، خو په پایتخت ( آستانه ) کي چارواکو وویل چي پولیسو په مظاهره چیانو باندي ډزي نه دي کړي.

داسي رپوټونه هم ورکړه شوي دي چي څو ودانیو ته اورونه اچول شوي دي.

د جمعې ورځ د قزاقستان د خپلواکۍ شلمه کالیزه وه چي د هغه وخت د شوروي اتحاد نه یې ځان بیل کړ.

XS
SM
MD
LG