د لاس رسي وړ اتصالات

په قزاقستان کې د جمهوري ریاست انتخابات او مظاهرې


د جون په ۹، په مرکز نورسلطان کې ګڼ شمیر مظاهره کوونکي توقیف شوو.

قزاقستان د انتخاباتو د امنیت دپاره په ټول هیواد کې شاوخوا نونلس زره امنیتي ځواکونه توظیف کړي دي.

نورسلطان نظربییف چې اته اویا کلن دی او د نژدې دیرشو کلونو راهیسې جمهور رئیس و، د تیری مارچ په میاشت کې ناڅاپي استعفا اعلان کړه. حاکمه ګوند، اوسنی موقت جمهور رئیس قاسم توکایف کاندید کړې دی. توکایف شپږشپیته کلن دی او دیپلوماتیکه تجربه لري. د روان کال د جنوري په اوله نیټه نژدې دولس میلیونه قزاقانو به انتخاباتو کې د ګډون دپاره نومونه ثبت کړي وو.

په قزاقستان کې د اول ځل دپاره د فعال سیاسي مخالف ګوند یو کاندید هم شته، خو دا منسجم اپوزیسیون ډیر کمزوری دی. د حکومت ضد ګڼ شمیر مظاهره کوونکو اعتراضونه کول چې وایي دا ټاکنې د قدرت د انتقال دپاره دمخه تنظیم شوي او د رایه ورکوونکو يي غوښتنه وکړه چې ګډون ونکړي.

نورسلطان نظربایف د تیری مارچ په میاشت کې ناڅاپي استعفا اعلان کړه.
نورسلطان نظربایف د تیری مارچ په میاشت کې ناڅاپي استعفا اعلان کړه.

سره لدې چې پخوانی جمهور رئیس نظربایوف د جمهوري ریاست مستعفي شوی خو د قزاقستان د امنیت شورا او د نورعثمان ګوند د ریاستونو مشري کوي او د اساسي قانون د شورا غړی هم دی.

قزاقستان ددی انتخاباتو د امنیت دپاره په ټول هیواد کې شاوخوا نونلس زره امنیتي ځواکونه توظیف کړي دي. ددی ټاکنو په جریان کې تراوسه د سیاسي مخالفینو په شمول، ګڼ شمیر خبریالان هم توقیف شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د روان سیاسي قدرت انتقال یوه خیالي پروسه بللې او د تاکایف د جمهوري ریاست په دوره کې يي د بشري حقونو د سرغړونکو د مصونیت خبردارې ورکړې. یاد سازمان په خپله اعلامیه کې لیکلي چې قزاقي مامورینو په دوامدار ډول سوله ایزه مظاهرې ځپلي، په زور يي لاریون کوونکي نیولي او د اکثریت فعلانو فعالیتونه يي د تهدیدونو، جریمو او لنډمهاله توقیفونو له امله محدود کړي دي.

XS
SM
MD
LG