د لاس رسي وړ اتصالات

کیري:چین د شمالي کوریا په برخه کې مرسته کولای شي


د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کیري په بیجینګ کې دی چې ددغه هېواد د چارواکو سره د شمالي کوریا د اټمي پروګرام په هکله خبرې وکړي. ددغو خبرو هدف دا دی چې چینايي چارواکي وهڅوي چې پر شمالي کوریا باندي فشار راولي ترڅو یادشوی هېواد خپل اټمي پروګرام پای ته ورسوي.

ښاغلي کیري خپل سفر د چین د ولسمشر ژي جین پینګ سره په بیجینګ کې په لېدلو سره پيل کړ. ښاغلي کیري د نورو لوړ پوړو چینايي مشرانو سره هم وکتل چې په کښي د چین د باندنیو چارو وزیر ونګ یي هم شامل و.


ښاغلي کیري د ولسمشر ژي سره خپل لیده کاته ډير مثبت وګڼل او داسي یې وویل ،،مونږ هیله لرو چې ۲۰۱۴ به د پرمختګ کال وي او په دې کال کي به مونږ خپلې اړیکې په یوه مډرن عصر کې د سره تعریف کړو . خپل تفاوتونه به په موثره توګه حل کړو او د امکان په صورت کې به لارې چارې ولټوو چې خپل اختلافات په عملي توګه حل کړو.،،


ښاغلیْ کیري د چین پلازمېنې بېژینګ ته د جمعې په ورځ د جنوبی کوریا څخه ورورسېدی چیري چې نوموړي د جنوبي کوریا د ولسمشرې پارک ګیون هې سره کوتل. ښاغلي کیري د جنوبي کوریا د ولسمشرې سره په داسي حال کې وکتل چې جنوبي کوریا او شمالي کوریا د ۷ کالو ځنډ وروسته د یو بل سره د لوړې سطحې خبرې کړي دي.


په سیول کې ښاغلي کیري وویل چې چین د شمالي کوریا په هڅولو کې چې خپل د اټمي پروګرام په هکله خبرې د سره پیل کړي، یو کلیدي رول لوبولای سي. ښاغلي کیري دغه راز په دې ورستیو میاشتو کې د شمالي کوریا په برخه کې د بیجینګ مرستې تایید کړې خو ویې ویل چې چین په دې برخه کې نور څه هم کولای سي ځکه د شمالي کوریا تر ټولو غټ د تیلو او بانکي نظام تجارتي ملګری دی.

چین: مونږ مرسته کوو خو شمالي کوریا هم مشروع اندېښنې لري

شمالي کوریا د شپږو هېوادونو سره ددغه هېواد د اټمي پروګرام په هکله خبرې په کال ۲۰۰۹ کې ودرولې. د هغه وخت راهیسې دغه هېواد خپل اټمي تاسیسات حوړوي او سیمه ایز و لویدیځ حکومتونه یې د څو اټمي آزموینو په خاطر چې د ځمکه لاندي یې ترسره کړل، په اندېښنې کړي دي.


د ښاغلي کیري د څرګندونو په ځواب کې د چین د باندنیو چارو د وزارت ویاند هوا چنینګ د جمعې په ورځ وویل چې چین په خپله برخه کې ډیرې هڅې کوي چې د شمالي کوریا په مسلې کې مرسته وکړي.


هغه داسي وویل ،، مونږ تل په دې باور یوو چې د کوریا ټاپو وزمه د اټمي وسلو د وجود نه یواځي د شپږو هېوادونو د خبرو له لارې پاکېدلای شي. په عین وخت کې مونږ هڅه کوو چې د شمالي کوریا منطقي او مشروع اندېښنو ته هم متوازنه حل لارې پیدا کړو.


ویل کېږي چې چین ته خپل په سفر کې به ښاغلی کیري د چینايي چارواکو سره د دغه هېواد پر سرحدي جنجالونو باندي هم خبرې وکړي چې د یو شمیر هېوادونو سره یې د اوبو پر سر لري په تیره بیا د جاپان سره.
XS
SM
MD
LG