د لاس رسي وړ اتصالات

کېري: د مینځي ختیځ مسله پیچلې خو ناممکنه نه ده


د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کیري د اسرایلي او فلسطیني مشرانو سره خپلو خبرو ته ادامه ورکوي په دې هیله چې دواړې خواوو د سولې د خبرو دپاره پر یوه پلان باندي موافقه سره وکړي.


ښاغلی کیري د جمعې په ورځ د اسرایلو د باندنیو چارو د وزیر اویګدور لیبرمن سره په اسرایلو کې وکتل او وروسته لویدیځې غاړې ته ولاړیچې د فلسطین د جمهور ریْس محمود عباس سره وګوري.

د اسرایلو د لومړي وزیر سره د پنجشنبې د ورځې د لیدو کاتو وروسته ښاغلي کیري وویل چې هغه خوشبینه دی چې د دواړو خواوو ترمنځ د خلاګانو د ډکولو دپاره او د دریځونو د روښانه کولو دپاره به یوې موافقې ته سره ورسېږي. ښاغلي کیري داسي وویل،،اوس نو پنځه میاشتي کېږي چې مونږ مزاکرات کوو. مونږ تل په دې پوهېږو چې د سولې راوستل او ترلاسه کول یوه پیچلې او اوږده پروسه وي چي د ستونزو څخه خالي نه وي خو مونږ په دې هم پوهېږو چې دا ناممکنه خبره نه ده.،،

ښاغلي کیري وویل چي که چیري د سولې د خبرو پر څرنګوالي باندي موافقه حاصله شي نو دا به د اپریل تر میاشتې پوري د سولې د موافقې د ترلاسه کولو دپاره یو غټ پرمختګ وي.

د تیرکال د مارچ د میاشتې راهیسي دا لسم ځل دی چې ښاغلی کیري اسرایل او فلسطین ته سفر کوي.دا په داسي حال کې ده چې دواړې خواوو پر یوه بل باندي تور لګوي چې غواړي د سولې هلې ځلې سبوتاژ کړي. ددغو خبرو په ترڅ کې به د اسرایل او فلسطین د څو لسیزو شخړې ته د پای ټکی کښېښودل شي.
XS
SM
MD
LG