د لاس رسي وړ اتصالات

کېري د قطر د دفتر د بندېدو خبرداری ورکړی


د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري د شنبې په ورځ خبردارى ورکړ چې که چیري وسلوال طالبان هغو غوښتنو ته ځواب ونه وايي چې دوي مذاکرې د ښه نيت له مخې کوي، نو نوى پرانيستل شوى دفتر يې بايد وتړل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د تړولو خبرداری د شنبې په ورځ د قطر له صدراعظم حماد بن جاثم بن جابر الثاني سره په يوه خبري کنفرانس کې د سوريې د يوولسو دوستو هېوادونو د غونډې وروسته ورکړ.،، اوس مونږ باید وګورو چې بیرته څنگه خبرې اترې سمې کړو. زه نه پوهیږم چې دا به امکان ولري که نه. که چیرې د طالبانو له خوا ژر تر ژره داسې پریکړه ونه شوه چې خبرې اترې په مخ ولاړ شي، نو مونږ به د دې دفتر په تړلو غور وکړو.،،

ښاغلي کېري زیاته کړه چې ،،مونږ دې ته انتظار یوو چې ایا طالبان به په دې وتوانییږي چې په ډیر زیار سره جوړه شوې پروسه تعقیب کړي که نه.،،

په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانیستل د افغانستان په دولس کلنې جګړې کې د سولې خبرو اترو ته د لارې هوارولو یو عملي ګام بلل کیدو خو امريکايي او افغان چارواکي ټينګار کوي چې طالبانو په قطر کې د سياسي دفتر د پرانيستنلو پرمهال له شوې موافقې سرغړونه کړې ده او په دفتر باندې یې خپل بيرغ پورته کړ او د افغانستان د ،،اسلامي امارت،، لوحه یې ولګوله. د طالبانو د دې اقدام څخه وروسته د افغانستان حکومت سخت غبرګون څرګند کړ.

د طالبانو ویاند محمد نعیم د یکشنبې په ورځ د یوې ایمیل شوي اعلامېې په ترڅ کې وویل د بیرق استفاده او د طالبانو د دفتر نوم د قطر د حکومت سره په موافقې شوې وه. او دا خبره چې د دوې دغه اقدام د موافقتنامې نه سرغړونه ده بې ځایه او درواغ دي. د قطر حکومت تر اوسه په دې هکله کوم غبرګون ندی ښودلی خو د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند پرته له دې چې د کوم هیواد نوم واخلي وویل چې هیواد به یې دې ته به اجازه ور نکړي چې د افغانستان دښمنان د سولې له پروسې څخه د خپلو اهدافو لپاره کار واخلي.،، موږ دې ته اجازه نه ورکوو چې د سولی د پروسې شعار یا عنوان د دی لپآره وکارول شي چې د افغانستان دښمنان خپلو هغو اهدافو ته ورسیږي چی هغه یې د جګړې په میدان کې ندي تر لاسه کړي . موږ نه غواړو چې د سولی د پروسې په بهانه د افغانستان د ملي وحدت ، نظام د استحکام او د یولسو کالو لاس ته راوړنو ته کوم خطر پیښ شي. افغان دولت د سولې بهیر پر مخ بیولو ته ژمن دی خو د هغو شرایط پر اساس چې له مخکي امریکا زموږ سره منلي دي.،،


د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جانان موسی زي افغان حکومت ته په ورکړل شویو تظمینونو باندي ټینکار وکړ.،، د افغانستان دولت دې ته تیار دی چې که چیرته دغه دفتر بیرته د هغو شرایطو او ضمانتونو سره برابر شي چی د افغانستان دولت ته په لیکل شوی توګه ورکړل شوي وو، نو موږ به د طالبانو سره د دې دفتر له لارې خپلې مستقیمې خبرې اتری او مستقیم تماسونه پیل کړو.،،

بلي خوا ته بیا د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر ولیم هاګ د شنبې په ورځ د فرصت نه په استفادې سره په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانیستلو هرکلی وکړ او ترڅنګ یې ټینګار وکړ چې د افغانستان د سولې پروسه باید د افغانانو په مشرۍ تر سره شي.،،دا ضروري ده چې د سولې پروسه د دې لامل وګرځي چې طالبان د القاعدې سره اړیکې وشلوي، تشدد وغندي او د افغانستان د دموکراتیک اساسي قانون په چوکاټ کې په چارو کې برخه واخلي خو دا خبره یو لوی ګام دی چې هغوي ویلي دي چې نه غواړي چې د افغانستان په نورو هیوادو باندې د بریدنو د مرکز په ډول استعمال شي.،،

د یوه وروستي رپوټ له مخې د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د افغانستان د ملَي امنیت شورا د شنبې په ورځ د نورو موضوګانو تر څنگ د طالبانو د دفتر په اړوند د سولې د عالي شورا د دارلانشا د رئیس معصوم ستانکزي رپوټ واوریدی. نوموړي وویل چې د افغانستان د دولت د اصولي او سم موقف نیولو په وجه د یاد شوي دفتر څخه د طالبانو بیرغ راښکته کړای شو او د هغوي د امارت لوحه هم لیري شوې ده.

دامریکا له خوا د طالبان د دفتر د تړلو خبرداری
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:40 0:00
XS
SM
MD
LG