د لاس رسي وړ اتصالات

سومالیا ته د امریکايي دیپلومات بیساری سفر


سومالیا ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر ناڅاپي سفر
سومالیا ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر ناڅاپي سفر

د امریکا غږ خبریاله چې د بهرنیو چارو وزیر سره ددې سفر د ژورنالستانو په ډله کې شامله ده رپوټ راکوي چې د بهرنیو چارو وزیر د مگه دیشو هوایي ډگر ته د غرمې په دولسو بجو ورسید او هلته یې د درۍ نیمو ساعتونو په تیرولو سره د سومالیا د جمهور رئیس حسن شیخ محمد، صدراعظم عمر عبدالرشید علي شارمارکي او نورو لوړ پوړو چارواکو سره وکتل. دوي د بل کال د ټاکنو نه مخکې د امنیت او د سومالیا د پرمختیایی چارو او عملی اصلاحآتو په برخه کې موخو ته پر رسیدو بحث وکړ.

جمهور رئیس شیخ محمد د ښاغلی کېري څخه مننه وکړه او ویی ویل چې خوشحاله شو چې د نه پلان شوي سفر په ترڅ کې یې دده سره ولیدل او د بهرنیو چارو وزیر یې په ځواب کې وویل چې خوشحاله دی چې هلته ورغی.

ددې ترڅنگ ښاغلی کېري په سومالیا کې د مدني ټولنې د مشرانو سره هم ولیدل څو دوي سره په سومالیا کې د غیر دولتی ادارو د کار او فعالیت په اړه خبرې وکړي. پدې ترڅ کې د افریقایي اتحاد د پوځ رول وستایل شو چې د ثبات د ټینگولو دپاره یې په سومالیا کې لوبوي. د هغه په قول پوځ په هغه هیواد کې چې د دوو لسیزو تاوتریخوالي ځپلی دی نسبي آرامي ټینگه کړې او د الشباب په وړاندې د متداومې مبارزې په ترڅ کې یی خلک د کاري نظام او حکومت چېښتن کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پرون د کینیا په پلازمینې، نایروبي، کې د افریقا د لویې وچې دپاره د پنځه څلویښت ملیون ډالرو مرسته اعلان کړه.

امریکا د افریقا په هغو سیمو کې چې د ترهگرۍ له گواښ سره مخامخ دي اوس هم د افریقایي اتحاد د ځواکونو سره د ملاتړ دپاره خپلو هوایي بریدونو ته دوام ورکوي:

امریکایي او کینیايي چارواکو د افریقا په ختیځ کې د اسلامي تندلارو وسله والو ډلو د گواښونو په وړاندې د ځوابي ستراتیژیو پر بیلو اړخونو باندې خبرې وکړي

تندلارو وسله والو په کینیا کې خونړیو او وژونکو بریدونو ته زور ورکړی دی چې په هغو کې د دوه زره دیارلسم کال د مال او مارکیت محاصره شامله ده.

په تیره میاشت کې الشباب د گاریسا پر پوهنتون باندې برید وکړاو یو سلو پنځوس تنه ېې پکې ووژل.

هغه د کینیا د جمهور رئیس اوهورو کینیاتا سره د لدېنی کتنې نه وروسته د ترورزم د مخنیوي په اړه یوه بل مهم ټکی ته چی په تررستی ډلو کې د ځوانانو جلب او جذب دی اشاره وکړله او یي ویل چې، «تر ټولو لویه اړتیا دا ده چې د خلکو او په ځانگړې توگه هڅه وکړي چې ځوانان د ال شباب، بوکو حرام او داعش په شان په تررستي ډلو کې شامل نشي.»

ښاغلي کېري وویل د ال شباب په شان د ډلو د ماتولو او له منځه وړلو دپاره تر ټولو اغیزمنه او گټوره ستراتیژي دا ده چې د چارواکو او عام ولس تر منځ ډاډ رامنځته شي. هغه زیاته کړه، «پدې کې د کینیا اسلامی ټولنه هم شامله ده ځکه چې په گریسا کې یی د تررستانو خلاف خپل دریځ او غبرگون په ډاگه کړ. تر څنگ یې پدې کې په کینیا کې سومالي مهاجرین هم شامل دي ځکه چې هغوی د الشباب په شان وسله والو ډلو له کبله دلته پناه راوړې او له الشباب نه کرکه کوي.»

د کارپوهانو په قول کینیا باید د ال شباب په وړاندی د جدی مبارزې دپاره گام اوچت کړې او پرې ندی چې خلک یی ترې پردي شي.

جانی کارسن د بهرنیو چارو دوزارت پخوانی مرستیال پدې اړه داسې وویل، «دا باید یو تیز او پریکنده اقدام وي. دا هیواد باید ډیر محتاط اوسي او پری نږدي چې د مسلمانانو ټولنه یې چې د هیواد په تنوع او روغتیايي رغونه کې مهم رول لوبوي، ترې لرې او پردي نه شي.»

د امریکا متحده ایالات د الشباب سره دمبارزې دپاره د افریقایي اتحاد ځواکونو ته د روزنې او د وسایلو د برابرولو په برخه کې مرسته کوي. .

له دینه وروسته به د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر، جان کېري، په جیبوتي کې د امریکا پوځي مرکز هم وگوري او وروسته به د سعودي عربستان د لوړ پوړو مشرانو سره د سیمې په اړه د خبرو دپاره ریاض ته هم سفر وکړي.

د ریاض نه وروسته به دی په پاریس کې د فارس د خلیج د همکارۍ د شورا د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې د گډون دپاره او ددې شورا د رئیس سره د لیدنې کتنې دپاره فرانسې ته لاړ شی څو د بري د ورځې په ځانگړو مراسمو کې هم برخه واخلي او هلته به د فرانسی د بهرنیو چارو له وزیر لارینټ فابیوس سره هم وگوري

XS
SM
MD
LG