د لاس رسي وړ اتصالات

د نشه يي توکو کاروباریانو ته د خوست د امنیه قوماندان خبرداری


د خوست امنیه قوماندان ټینګار کوي چې "خلک دې ډاډمن واوسي، د هيچا عمل به له قانون څخه پټ نه شي‟.

د خوست نوي امنيه قوماندان د نشه يي توکو له کاروباريانو څخه غوښتي دي چې له خپل "غیرقانوني کار" څخه لاس واخلي.

سمونوال اختر محمد نورزوی چې تازه د خوست د امنیه قوماندان په صفت ټاکل شوی دی ګواښ کړی چې که څوک د نشه يي توکو کاروبار وکړي د پولیسو له جدي برخورد سره به مخامخ شي.

که څه هم چې خوستوال کله ناکله له نشه يي توکو سره د مبارزې په کار کې پولیس "قاطع" نه بولي خو امنیتي مامورین وایې چې ډیر کسان یې د نشه يي توکو د کاروبار په تور توقیف کړي دي.

نورزوی ټینګار کوي چې د "خوست خلک دې ډاډمن واوسي، د هيچا عمل به له قانون څخه پټ نه شي‟.

په ځينو نا تائيد شويو راپورونو کې ويل شوي چې يو شمېر امنيتي منسوبين د نشه يي توکو له قاچاقبرانو سره همکاري کوي. د خوست امنيه قوماندان ژمنه کوي چې د تورنو امنیتي منسوبينو پر ضد به جدي اقدام وکړي.

خلک د نشه يي توکو پر وړاندې د پولیسو له مبارزې څخه هرکلی کوي او له حکومت څخه غواړي چې پدې کار کې خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړي.

په خوست کې کرونده ګر کوکنار نه کري خو د افغانستان له نورو سیمو څخه دغه ولایت ته نشه يي توکو قاچاق کیږي. مخدراتو ته د روږدو کسانو آسانه لاسرسي په خلکو کې اعتیاد زیات کړی دی.

XS
SM
MD
LG