د لاس رسي وړ اتصالات

خوستوال: حکومت دې له مخدراتو سره مبارزه چټکه کړي


ولس له پولیسو او مربوطه ادارو څخه غواړي چې د نشه يي موادو "اصلي منابع" له منځه یوسي.

د خوست اوسیدونکي له حکومت څخه غواړي چې پدې ولایت کې د مخدراتو پرضد خپله مبارزه نوره هم ګړندۍ کړي.

خوستوال وایې چې په نشو روږدي کسان په آسانۍ نشه يي مواد ترلاسه کولی شي.

ولس له پولیسو او مربوطه ادارو څخه غوښتي چې د نشه يي موادو "اصلي منابع" له منځه یوسي.

د خوست ښار اوسېدونکی محمدالله وایې تر هغو چې "د نشه يي توکو تجار ونه نیول شي او ځاي یې معلوم نشي"، نشه يي مواد نه ختمیږي.

یو بل ځوان له پولیسو څخه غواړي چې له "مجرم سره قانوني چلند" وکړي او له زندانه یې خوشي نه کړي.

پولیس ډاډ ورکوي چې له نشه يي توکو سره مبارزې ته ژمن دي. د خوست د امنیه قوماندان اختر محمد نورزی قاچاقبرانو ته خبرداری ورکوی، وایې: "په ټول توان به یې د مخنیوي لپاره" کوښښ وکړو.

په خوست کې د عدلي او قضايي ادارو مامورین وایې چې د نشه يي توکو د سلګونو قاچاق وړونکو قضیې تر څېړنې لاندې دي.

څېړونکي وايې چې د محاکمو لخوا د قضیو جدي څېړل به د نشه يي توکو قاچاق د پام وړ راکم کړي.

خوستوال: حکومت دې له مخدراتو سره مبارزه چټکه کړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:51 0:00

XS
SM
MD
LG