د لاس رسي وړ اتصالات

د غرغښت راډیو د خوست د فوټبال اتلولۍ وګټلې


دا اول ځل دی چې په خوست کې دا ډول سیالۍ کیږي.
دا اول ځل دی چې په خوست کې دا ډول سیالۍ کیږي.

د خوست د فوټبال په سیالیو کې ۱۲ لوبډلو برخه لرله چې شپږ یې د حکومتي ادارو او پاتې نورې یې د رسنیو لوبډلې وې. دغو سیالیو ته ( د خپل وطن، ګل وطن) نوم ورکړل شوی و.

د دغو سیالیو په پایلوبې کې د غرغښت راډیو لوبډلې د خوست د ولایتي شورا لوبډلې ته یو-صفر (۱-۰)ماتې ورکړه.

د سیالیو تنظیموونکي وایي د دغو لوبو هدف دا و چې ځوانان ورزش او مثبتو چارو ته وهڅوي او خوستیانو د تفریح زمینه برابره کړي.

دغه سیالۍ له تېرې شاوخوا یوې میاشتې راهېسې پیل شوې وې، چې د یکشنبې په ورځ خلاصې شوې.

د دغو سیالیو د وروستې لوبې ویډیو دلته وګورئ:

په خوست کې د فوتبال سیالۍ
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:32 0:00

XS
SM
MD
LG