د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کې د نرسینگ زده کړو سره د ښځو بیسارې مینه


 په خوست کې د ښځينه نرس او قابله د مسلکي روزنې دوه کلن پروګرام گډون کوونکې میرمنې
په خوست کې د ښځينه نرس او قابله د مسلکي روزنې دوه کلن پروګرام گډون کوونکې میرمنې

په افغانستان کې د ناروې هېواد د کميټې د نرسنګ او قابله ګۍ د روزنې د پروګرام مسووله ډاکټره خديجه ساپۍ وايي، چې د دغه پروګرام په ترڅ کې د ولسواليو د روغتيايي مرکزونو لپاره نجونې روزل کېږي.

هغې امريکاغږ ته وويل، چې د نرسنګ او قابله ګۍ په لومړۍ دوره کې ۵۰ نجونې، چې له دولسم ټولګې فارغې شوې دي، د دوو کلونو په موده کې په مسلکي توګه روزل کېږي.

ډاکټرې خديجې ساپۍ زياته کړه، چې د ياد شوي پروګرام لپاره له سګونو نجونو څخه ازموينه هم واخيستله شوه، چې له دغې جملې څخه به ۲۵ نجونې د قابله ګۍ او ۲۵ نورې به د نرسنګ په برخو کې وروزل شي.

آغلې ساپۍ زياته کړه " موږ هغو نجونو ته لومړيتوب ورکوو، چې په ولسواليو کې ژوند کوي. دوی ليليه لري. دوه کاله روزل کېږي او بيا د خپلو ولسواليو په روغتيايي مرکزونو کې خدمات وړاندې کوي".

د ناروې هېواد له لوري د نرس او قابله ګانو د روزنې مسوولې خديجې دغه راز وويل، چې روزل شوو نجونو ته تر فراغت وروسته د ولسواليو په روغتيايي مرکزونو کې د کار کولو پوره زمينه برابروي.

په خوست کې د ښځينه نرس او قابله د مسلکي روزنې دوه کلن پروګرام گډون کوونکې میرمنې
په خوست کې د ښځينه نرس او قابله د مسلکي روزنې دوه کلن پروګرام گډون کوونکې میرمنې

هغې زياته کړه، چې که په خوست کې د دغه پروګرام نتيجه مثبته راووځي، ناروې هېواد غواړي، چې په دې ولايت کې په طبي زده کړو کې د مېرمنو روزلو ته پراختيا ورکړي.

آغلې ساپۍ وویل " دا نرسې او قابله ګانې په روغتون کې کار نه کوي، دوی په ټولنه کې کار کوي. هغه کلينيکونه، چې لومړني خدمات وړاندې کوي، دوی هلته په دندو ګومارل کېږي."

د خوست د ولايتي شورا وکيلې زهره جلال امريکاغږ ته وويل، چې اوس هم په يو شمېر ولسواليو کې د قابله ګانو د نشتون له امله ښځينه ناروغان په خپل وخت نه تداوي کېږي.

هغې زياته کړه، دا د دې لامل شوی، چې يو شمېر ولادي او نسايي ناروغان ولايتي ملکي روغتون او يا د بې سرحده ډاکټرانو زېږنتون ته تر رسېدو مخکې په لاره کې ساه ورکوي.

نعت بي بي وويل" په يو شمېر ولسواليو کې قابله او يا نرسې نشته. خدای دې وکړي، چې د نرس او قابله ګانو روزل په ولسواليو کې د مور او ماشوم په مړينه کې د کموالي سبب شي."

زهره جلال د عامې روغتيا د رياست له مسوولينو په کلکه وغوښتل، چې روزل شوو نجونو ته په ولسواليو کې د کار زمينه برابره او د ښځينه روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره دې په دندو وګوماري.

د خوست د عامې روغتيا سرپرست رئيس ډاکټر ګل احمد شاه وايي، په لېرې پرتو ولسواليو او سيمو کې د ښځينه روغتيايي کارکوونکو د جدي اړتيا له مخې يې د روزل کېدونکو نجونو لپاره دا شرط تړلی، چې تر روزنې وروسته به په ولسواليو کې کار کوي.

هغه وویل " داسې ولسوالۍ هم لرو، چې په هغې کې نه يوازې نرسه، بلکې يوه باسواده ښځه هم نشته. که چېرې يوه خور يوه انسان ته نجات ورکړي، دا ټولنې ته نجات ورکول دي. په يوه سيمه کې د يوې قابلې پيدا کول اړين ضرورت دی".

د يادونې وړ ده، چې د ناروې هېواد له لوري د ښځينه نرسنګ او قابله ګانو د روزنې دغه پروګرام پر خوست سربېره په بدخشان، لغمان، ميدان وردګ، کاپيسا او ننګرهار ولايتونو کې هم مهاله روان دی.

بايد وويل شي، چې د ناروې هېواد روزنيزه کمېټه له تېرو ۴۳ کلونو راهيسې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې په مختلفو ولايتونو کې روزنيز پروګرامونه وړاندې کړي دي.

XS
SM
MD
LG