د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کې په لسګونو د مخدره موادو کاروباریان نیول شوي


د خوست امنيتي چاروکي وايي، چې په تېرو څو مياشتو کې په دې ولايت کې د مخدره موادو لسګونه کاروباريان نيول شوي دي. سرچينې وايي، چې له دوی سره په زياته اندازه مخدره مواد هم لاسته ورغلي دي.

د خوست امنيې قوماندان مل پاسوال سردار محمد ځاځی وايي چې په دې ولايت کې يې څلوېښت دا کسان نيولي دي چې د مخدره موادو مهم کاروباريان بلل کېږي.

هغه دغه څرګندونې د يوه اندازه مخدره موادو د سوځولو پرمهال چې د خوست په مختلفو سيمو کې د پوليسو لاسته ورغلي وو، خبريالانو ته وکړې.

قوماندان سردارمحمدځاځي وويل چې د مخدره موادو د کاروبار په تور د دغو نيولو شويو څلوېښتو کسانو دوسيې يې په دې ولايت کې قضايي او عدلي ارګانونو ته سپارلي او دا مهال ترڅېړنو لاندې دي. ،،د اووه ويشتو مختلفو عملياتو په ترڅ کې چې د ولايت په مرکز او ولسواليو کې ترسره شوي، څلوېښت کسان نيول شوي او هغوي عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي،،.

هغه زياته کړه، له دغو کسانو سره چې د ولايت په مرکز او ولسواليو کې د مختلفو عملياتو پر مهال نيول شوي دي يوه اندازه مخدره مواد هم د پوليسو لاسته ورغلي دي چې د چهارشنبې په ورځ يې په عام محضر کې وسوځول.

په يادو شويو موادو کې يوه اندازه چرس، نږدې ۶ سوه بوتله جوړ شوي شراب، څلور کيلو ګرامه ترياک او ۳۰۰ ليټره د شراب جوړولو محلول شامل دي. ،،۴۲ کيلو ګرامه چرس، ۵۶۹ مختلف ډوله الکولي مشروبات، ۴ کيلو ګرامه ترياک، ۷ بوشکې الکولي مشروبات، ۳۰۰ لېتره د شراب جوړولو محلول،،.

په خوست کې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې رئيس میرناګل تڼيوال وايي، د دغو موادو د کاروباريانو نيونه د مخدره مواد پر قاچاق منفي اغېز او د استعمالوونکو د شمېر په کمښت کې زياته مرسته کوي.،،هر څومره، چې د مخدره موادو کاروبار کمېږي، نو په هماغه اندازه د معتادينو په شمېر کې کمښت راځي، کله چې په دې سيمه کې د مخدره موادو قاچاق او اخيستل نه وي، نو معتادين مجبور دي، چې له دې څخه پرهېز وکړي،،.

دا په داسې حال کې ده، چې دوې مياشتې مخکې هم په دې ولايت کې يوه اندازه نشه يي مواد له يو شمېر کسانو سره د پولیسو له لوري نيول شوي وو.
XS
SM
MD
LG