د لاس رسي وړ اتصالات

د خوست داکټران وايي چې روغتیايي چارواکي بې کفایته دي


A reveler tries to hold on to a wild horse during the "Rapa Das Bestas" traditional event in the Spanish northwestern village of Sabucedo. On the first weekend of the month of July, hundreds of wild horses are rounded up, trimmed and groomed in different villages in the Spanish northwestern region of Galicia.
A reveler tries to hold on to a wild horse during the "Rapa Das Bestas" traditional event in the Spanish northwestern village of Sabucedo. On the first weekend of the month of July, hundreds of wild horses are rounded up, trimmed and groomed in different villages in the Spanish northwestern region of Galicia.
په خوست ولایت کې د ډاکټرانو اتحاديه وايي چې د خوست د عامې روغتيا رياست د خپلې ناغړۍ له امله خلکو ته مناسب او معياري خدمات نشي وړاندې کولای. د خوست د ډاکټرانو د اتحاديې غړو د يکشنبې په ورځ د يوې خبري غونډې پر مهال د دې ولايت د عامې روغتيا د رياست مسوولين په دې تورن کړل چې د خپلې بې کفايتۍ له امله خلکو ته لازم او معياري خدمات نشي رسولی.

د ډاکټرانو د اتحادیې مشر ډاکټر موسی خبريالانو ته وويل، چې په تېرو لسو کلونو کې په دې ولايت کې يو شمېر روغتيايي مرکزونه، چې تشکيل لري، ودانۍ ورته ندي جوړې شوې او ځينی نور، چې ودانۍ لري، تشکيل ورته ندی منظور شوی.

ډاکټر موسی همدارنګه وويل، چې په خوست ښار او ولسواليو کې زيات شمېر کلنيکونه او درملتونونه شته، چې رسمي جواز او مسلکي ډاکټران نلري، فعالت کوي، خو زياتوي، چې د عامې روغتيا مسوولينو يې تراوسه د تړلو هیڅ اقدام ندی کړی. ،،موږ د دې لپاره لاس په کار شو، چې معلومه کړو، چې بشري مالي منابع نشته؟ او که بشري مالي منابع په خپل ځای کې په مصرف نه رسېږي؟. د ولايت په کچه شپږ داسې کلينيکونه لرو، چې تشکيل لري، خو ودانۍ نلري او روغتيايي خدمات په کرايي کورونو کې وړاندې کوي. شپږ داسې کلينيکونه لرو، چې تعميرونه يې جوړ دي، خو تشکيل ندی ورته منظور شوی،،.

د ډاکټرانو د اتحاديې دغه مشر زياته کړه، چې په ښار او يو شمېر نورو سيمو کې ښځينه نرسې، چې د ډاکټرو په نوم خپلسري فعاليتونه ترسره کوي، تر اوسه يې مخه نده نيول شوې. هغه د عامې روغتيا په رياست کې اداري فساد ته په اشارې سره وويل، چې يو شمېر روغ کسان د ټي بي د ناروغانو په نوم راغلي خوراکي مواد په بډه وهي او ناروغانو ته نه رسېږي. ،،د اداري فساد نمونه يې د ټي بي سنټر دی. د ټي بي ناروغانو ته د درملو تر څنګه ټي بي غذايي مواد هم ورکول کېږي، کله، چې د وزارت يو مانيټور د نيم ساعت لپاره له دغه سنټر څخه نظارت وکړ، په درجنو داسې کارتونه يې راوويستل، چې قانوني اسنادو يې شتون نه درلود،،.

د خوست د عامې روغتیا رئيس ډاکټر اميربادشاه رحمت زی په دې اداره کې يو شمېر ستونزې مني، خو وايي چې د حل لپاره يې تر خپل وس پورې هلې ځلې کړې دي.
هغه همدارنګه وايي، له تېرو اتو میاشتو راهیسې، چې په خوست کې د ډاکټرانو اتحاديه جوړه شوې، تر اوسه يې د عامې روغتيا په رياست کې د شته مشکلاتو په اړه له دوی سره رسمي خبرې ندي کړې.

،،موږ دې نتيجې ته رسيدلي يو، هغه مشکلات چې په دې ولايت کې موجود دي، هغه به د کاغذ يو مخ ته ږدو او هغه د حل لارې، چې د دې لپاره موجودې دي، هغه به د کاغذ بل مخ ته ږدو. په دې کې به په هيڅ ډول په شا تلو څخه ډډه کوو. يعنې که دا مشکلات د عامې روغتيا په رياست کې وي، بايد حل يې کړي، که دا مشکلات په تطبيق کوونکې موسسه کې وي، هم يې بايد حل کړي او که دا مشکلات په خصوصي سکټور کې وي، هم يې بايد حل کړي،،.
د عامې روغتياي رئيس ډاکټر اميربادشاه دغه راز وايي چې د خوست د نويو کلينيکونو د جوړېدو له پاره دا مهال بوديجه په لاس کې نلري او هغه کلینيکونه چې مرستندويه ټولنو د ولايت په مرکز او ولسواليو کې جوړ کړي، د تشکيل لپاره يې مکتوب وزارت ته ليږلی او زياتوي، چې ډېر ژر به دغه ستونزې ته د حل لارې چارې پیدا شي.

د يادونې وړ ده چې په تېرو دوو اوونيو کې دا دريمه خبري غونډه ده، چې په دې ولايت کې د روغتيايي ستونزو د حل لارو چارو د پيدا کولو لپاره جوړېږي.

ابراهیم رحیمي- خوست
XS
SM
MD
LG