د لاس رسي وړ اتصالات

د خوست اوسیدونکي په اختر کې د اوربند غوښتنه کوي


د خوست ولایت يو شمېر اوسېدونکي له افغان حکومت او وسله والو طالبانو غواړي چې په ارامه فضاء کې د اختر د لمانځلو په خاطر په هېواد کې سرتاسري اوربند اعلان کړي.

ددې ولایت اوسیدونکي وايي که اوربند نه کيږي، نو په جنګ کې ښکېلې غاړې دې لږ تر لږه په ځانګړې توګه د اختر په شپو او ورځو کې د ملکي خلکو د ژوند خونديتوب ته پاملرنه وکړي.

غفار نیکزی چې د خوست اوسیدونکی دی وايي: " له ټولو خواوو څخه مې هیله داده چې پریږدئ افغانان د تیر کال په شان سوله ایز اختر تیر کړي او خپلې خوښۍ له کورنیو سره یوځای ولمانځي."

لوی اختر ته په داسې مهال تياری نيول کيږي چې د سولې په برخه کې د امريکايي مقاماتو او طالب استازو ترمنځ په قطر کې په خبرو کې د پرمختګ خبرونه ورکړل شوي دي.

طالبانو د اوربند په اړه څه نه دي ويلي، خو د يوې اعلاميې په خپرولو سره يې له خپلو جنګياليو غوښتي دي چې د بريدونو پرمهال دې د ملکي خلکو د ژوند خونديتوب ته پاملرنه وکړي.

د خوست اوسیدونکي له افغان حکومت په خاص ډول له افغان امنيتي ځواکونو هم غوښتنه لريچې د اختر په شپو او ورځو کې امنيتي تدابير سخت او د ورانکارو فعاليتونو د ترسره کيدو مخنيوی وکړي.

XS
SM
MD
LG