د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کې اوس هم پریکړې قومي مشران کوي


په خوست کې اوس هم پریکړې قومي مشران کوي
په خوست کې اوس هم پریکړې قومي مشران کوي

په خوست کې یو شمیر قومی مشرانو وایی چې په سیمه د خلکو تر مینځ ټولې ستونزې قومی مشران په خپلو قومی پریکړو حل کوی خو یو شمیر نور بیا وایی چې اوس نه هغه پخوانی مشران شته او نه یی هم پریکړې ځای نیسی.

ددغه ولایت یو شمیر قومی مشران او سپين ږیري وایی چې په لویه پکتیا کې دقومونو او کلیوالو ترمینځ ټولې ستونزې دقومی مشرانو دپریکړو له لارې حل کیږی او دوی دهرې موضوع لپاره ځانته نرخ لری چې قومی قانون ورته ویل کیږي.

دخوست یو قومی مشر امین الله وجدان وایی که څه هم اوس مهال ځینو مشرانو پخوانې لاره پریښې او په شخصی ګټو پسې ګرځی خو بیا هم ډیر مشران شته چې له قوم لپاره قربانی ورکوی او تل هڅه کوی چې خپل خلک او سیمه له جنجالونو لری وساتی او ترمینځ پرتې ستونزې یی دجرګو او مرکو له لارې حل کړی.

دی وايي، قومی مشرانو دهرې موضوع لپاره نرخ ټاکلی او که څوک له هغې نرخ څخه سرغړونه وکړی نو دقوم له خوا جزا ورکول کیږی .

په خوست کې د میشتو کوچیانو یو تن مشر حاجې طالب کوچۍ بیا وایی چې اوسنی مشران هم ولس غوره کړی او دوی اوس هم خپل پخواني ارزښتونه ساتلی او دولس ترمینځ ټولې ستونزې دخپلو پریکړو له مخې حل کوی .

د خوست یو بل قومی مشرحاجی حضرت میر ځاځې بیا وایی چې اوسنی مشران یواځی خپلې ګټې لټوی او دقوم دحدمت فکر ورسره نشته .

دې زیاتوی پخوانی مشران یا خو مړه شویدی او یا هم په کورونو کې ناست دی او څوک ارزښت نه ورکوی .

لویه پکتیا په ټولیزه توګه هغه سیمه ده چې دخلکو او ولسونو ترمینځ پرتې ستونزې پکې دمرکو او جرګو له لارې حل کیږی خو تیرو اوږدو جګړو ددې سیمې پدې ارزښت هم پوره ناوړه اغیز کړی او د قومی مشرانو پریکړو ته دپخوا په څیر خلک ارزښت نه ورکوی او نه هم هغه پخوانی مشران شته چې ولس یی شاته ولاړ وو او دهرې مسلې لپاره غوڅې پریکړې وکړی چې له امله ډیر ځله په ځمکو، غرونو او نورو وړو مسایلو خبره تر خونړیو جګړو رسیږی چې تر اوسه پکې ډیرو کسانو خپلې ککرې ایښې دی .

مشران او سپین ږیرې وایی که قومی مشران په ریښتیا دخپل ولس حدمت ته مټې راونغاړی او له شخصی ګټو تیر شی نو ولس به هم پرې باور پیدا کړی او پریګړې به یی دپخوا په شان دکاڼې کرښه وبولی .

XS
SM
MD
LG