د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کې کارګران: موږ ته د کار زمینه برابره کړي


د امریکا ږغ د آرشیف څخه
د امریکا ږغ د آرشیف څخه

په خوست ښار کې هر سهار وختي لسګونه کسان، چې د کار کولو وسايل ورسره په لاس کې وي، د ښار په مرکزي چوک کې، چې زياته ګڼه ګوڼه پکې وي، د کار پيدا کولو په تمه ولاړ وي.

خو د دوی له جملې څخه ګڼ شمېر کارګران وايي، چې په مياشتو، مياشتو په چوک کې ودرېږي، خو بيا هم د کار هيڅ درک نه لګېږي.

احمدالله هغه څوک دی، چې هر سهار وختي د خوست ښار د سرګردان په چوک کې له خپلو کاريګرو ملګرو سره د کار پيدا کولو په تمه ولاړ وي، خو هغه وايي، چې په تېرو لسو ورځو کې يوه ورځ کار هم ندی ورته پيدا شوی.

هغه وايي، چې په دې وروستيو کې کارونه بيخي کم شوي دي او دومره کار نه شي پيدا کولای، چې يو څو پيسې ترلاسه کړي او مازديګر خپلې کورنۍ ته يو څه پرې واخلي.

((لس ورځې کېږي، چې ما ته کار ندی پيدا شوی، غوښتنه مې دا ده، چې دولت بايد له کارګرانو سره ښه همکاري وکړي، مرسته ورسره وکړي او کارونه پيل کړي، چې خلک پکې مصروف شي)).

يو بل کس، چې په لاس کې يې د معمارۍ وسايل نيولي و او په دې تمه ولاړ و، چې يو څوک به يې د کار کولو په موخه له ځان سره بوزي، له اشنا راډيو سره په خپلو خبرو کې ډېر نااميده ښکارېده.

هغه وويل، چې زړه يې بيخي مات شوی، ځکه، چې دولت ورته نه د کار زمينه برابروي او نه ورسره د غريبۍ په نوم يو څه مرسته کوي.

(( چې خدای پيدا کړي يو، دغه ځای ته راځو، خواري کوو، مزدوري کوو، خو څه کار نه پيدا کېږي، د غريبانو کور هسې ړنګ دی، په ټوله اوونۍ کې يوه ورځ کار وکړو او نوره ټوله اوونۍ همداسې تېره کړو، دولت هيڅ مرسته نده راسره کړې. چې رښتيا خبره درته وکړم، دولت د غريبانو يوه غوښتنه هم نه پوره کوي، نو زه اوس تا ته کومه غوښتنه وښييم. نورې به غريب سړی څه غوښتنې وکړي، کومه يوه يې له وسه پوره ده)).

يو شمېر نور کسان، چې په مرکزي چوک کې د کار پيدا کولو په تمه ولاړ وو، هم له دولت څخه غوښتنه کوله، چې د دوی لپاره دې د کار کولو زمينه برابري، چې وکولای شي، د خپلو کورنيو لپاره نفقه برابره کړي. دوه تنه، چې په دې اړه خبرو کولو ته ډېر لېواله وو، داسې وويل: ((ښار ته راشو، کار نه پيدا کېږي، د افغانستان دولت داسې دی، چې له هيچا سره مرسته نه کوي، دومره ګټو، چې ويې خورو، له دولت څخه غوښتنه کوو، چې موږ ته د کار کولو زمينه برابره کړي)).

کارګران په داسې حال کې د کار پيدا کولو غوښتنه کوي، چې په دې وروستيو کې د بيارغونې کارونه تقريباً په ټپه ودريدلي دي.

په دې برخه کې څو ورځې وړاندې قومي مشرانو هم په يوه غونډه کې له مرکزي دولت څخه د بيارغونې د پروژو د تطبيق غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG