د لاس رسي وړ اتصالات

د خیبر پښتونخوا دوه وزیران برطرف شول


د خیبر پښتونخوا صوبایي وزیر پرویز خټک او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان
د خیبر پښتونخوا صوبایي وزیر پرویز خټک او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان
د دې وزیرانو له برطرف کیدو نه وروسته د پاکستان د تحریک انصاف گوند او د وطن د قومي گوند ترمنځ اتحاد له منځه تللی دی.

د قومی وطن گوند په دوه تنو وزیرانو باندی د تحریک انصاف د گوند د مشر عمران خان لخوا دا تور لگول شوی چې دا وزیران په بډو او رشوت خوړلو باندې اخته وو او له دوه ځل اخطار ورکولونه وروسته بیا هم دوي خپل کار ته دوام ورکاوه.

خو د پښتونخوا قومي وطن گوند پخپلو وزیرانوباندی دا لگول شوي تورونه رد کړي دي او وایي چی د تحریک انصاف حکومت په خیبر پښتونخوا کې پښتون دښمنه گامونه پورته کوي.

له دې مخکې هم د چهارشنبی په ورځ د رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي و چې د خیبر پښتونخوا د صوبی اعلی وزیر ښاغلي پرویز خټک درې تنه صوبایی وزیران د بی نظمۍ او رشوت خوړلو په تور له خپلو دندو څخه لیرې کړیدي.

رسنیو د حکومتی سرچینو له قوله ویلی دا دری تنه وزیران چی له دندو څخه لیری کړای شوی عبارت دی له یوسف ایوب خان څخه چی د تحریک انصاف په گوند پوری اړه لری او دوه تنه نوریی هر یو ابرار حسین او بخت بیدارخان چی دواړه د قومی وطن له گوند سره تړاو لری.

دچهار شنبې په ورځ د پاکستان د تحریک انصاف د گوند مشر عمران خان په یوه وینا کې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر پرویز خټک ته لارښوونه کړې وه چی د افتاب شیرپاو گوند دی له حکومتی ائتلاف څخه وباسی. عمران خان په خپلی دی وینا کی ویلی و چی قومي وطن گوند ته یی دوه ځلی خبرداری ور کړی و چی " دا دوه تنه وزیران دی له بډو اخیستو څخه منع کړی خو دی گوند په دی اړوند هیڅ کوم اقدام ونه کړ. " عمران خان په خپلو خبرو کې دې وزیرانو نومونه ندي اخیستي.

عمران خان په خپله وینا کی د خپل گوند ټولو وزیرانو او د صوبایی اسمبلې غړوته هم خبرداری ور کړی او ویلی یی دی "که هرڅوک په بډو اخیستو باندی ککړ وي نو له هغوی سره به هم همداسې چلند وشي" په لیری کړای شویو وزیرانو کی د یوسف ایوب خان تعلیمي سند هم د پاکستان د سترې محکمې لخوا جعلی ثابت شوی .

له بلی خوا د قومی وطن گوند صوبایی مشر سکندر خان شیرپاو په یوه بیانیه کی د خپل گوند پر وزیرانو لگیدلی تورونه په سختو ټکو کی رد کړی دی. د خیبر پښتونخوا په صوبه کی دا مهال د پاکستان د تحریک انصاف گوند او د جماعت اسلامی او قومی وطن گوند سره په گډه حکومت جوړ کړی دی او دی حکومت ژمنه کړی وه چی په دریو میاشتو کی به امنیت ټنگوی او بد امنی به له منځه وړی.‌

خو اوس ځینی څیړونکی په دی نظر دی او وایی چی په صوبه کی د بدامنی او رشوت اخیستو د مخنیوی په لاره کی د پاکستان د تحریک انصاف گوند ناکامیدل دی گوند د ولس په منځ کی خپل محبوبیت له لاسه ور کړی دی او اوس دحکومت د پریښودلو لپاره بهانی لټوی ، د پاکستان د جمعت علما د یوه سیاسی مذهبی گوند مشر مولانا فضل ارحمان هم تیره ورځ په یوه مرکه کی ویلی وه چی د تحریک انصاف گوند چی د ناتو د اکمالاتو د بندولو کوم پروگرام تر لاس لاندی نیولی غواړی چی له دی لاری څخه د خپل حکومت پای ته رسولو ته لاره هواره کړی.
XS
SM
MD
LG