د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان پیلوټ په ډزو کې وژل شوي ټول امریکایان دي


A man walks by graffiti that reads "Troika out" in the old city of capital Nicosia, Cyprus, March 19, 2013.
A man walks by graffiti that reads "Troika out" in the old city of capital Nicosia, Cyprus, March 19, 2013.

پرون د ناتو اته تنه عسکر او یو تن ملکي کارکوونکی د کابل په هوایي ډګر کې د یوې لفظی شخړې نه وروسته په ډزو کې ووژل شول.

پر دوی باندې دا حمله د افغانستان د هوایی قواو یوه پیلوت وکړه.د وروستیو رپوټونو له مخې ټول وژل شوي کسان امریکایان دي.په دې پېښه کې پنځه تنه افغان عسکر هم ټپي شوي دي.

دا په دی کال کی د شخړو اومه پېښه ده چې دا وروستۍ یې تر ټولو خونړۍ ګڼل کیږي.

ددې پېښې مسولیت طالبانو په خپله غاړه اخیستی دی. د طالبانو ویاند وویل چې برید کونکی په اصل کې یو طالب و چې د پیلوټ په جامو کې یې هوایی ډګر ته لاره موندلې وه او بیا یې دا حمله د شخړې نه وروسته تر سره کړه.

خو دا ادعا هم موثقه نده بلل شوې ځکه په وروستي رپوټ کی ویل شوي چې دغه پیلوت په اصل کې په کورنۍ کې د سخت اقتصادي فشار لاندې و چې له کبله یې په شخړه کې پر خپلې غصې باندې کنترول ونشو کړای.

XS
SM
MD
LG