د لاس رسي وړ اتصالات

کینیا کې د پاکستاني‌ خبریال وژل پلان شوي وو- راپور 


د ارشد شریف جنازه
د ارشد شریف جنازه

د پاکستان د تحقیق کوونکو ډلې په تازه راپور کې، چې نن چهار شنبه ډسمبر اوومه (لیندۍ ۱۶) خپور شو، ویل شوي دي ‌چې په کینیا کې د پاکستاني خبریال ارشد شریف وژل له مخکې پلان شوي وو.

په دغه راپور کې د دغې ادعا په اړه شواهد وړاندې کړل شوي نه دي‌ او نه هم د کینیا حکومت په دې اړه تر دې دمه څه ویلي دي.

د اسوشیتډ خبري اژانس د راپور په اساس دغه ۵۰ کلن پاکستانی خبریال په کینیا کې پټ ژوند کاوه او د پاکستان په پوځ باندې د انتقادونه له کبله له خپل هېواد څخه تښتېدلی و چې ونه نیول شي.

نوموړی د اکتوبر په ۲۳ نېټه هغه وخت ووژل شو چې په یوې پوستې کې یې په موټرو ډزې وکړې، پولیسو هغه وخت وویل چې دوی غله تعقیب کاوه او دا خبریال په تېروتنې وژل شوی دی.

د هغه له وژنې وروسته «بې پولې خبریالانو» ټولنې د دغې قضیې په اړه د یوې خپلواکې پلټنې غوښتنه وکړه. له دې ورسته د پاکستان صدراعظم یوه پلټونکې ډله وګمارله او ژمنه یې وکړه چې په دې اړه به حقایق له خلکو سره شریک کوي. د وژل شوي خبریال کورنۍ هم د تحقیقاتو غوښتنه کړې وه.

د ۵۹۲ مخونو په دغه تحقیقاتي راپور کې ویل شوي‌ چې د کینیا پولیسو د دغې قضیې په اړه ضد او نقیص اعلامیې خپرې کړې دي. د تحقیقاتو په لړ کې دوه پاکستاني چارواکي کینیا ته ولاړل او هلته یې د خبریال د وروڼو خرم او وقار احمد سربېره د کینیا له پولیس مقاماتو سره یې هم خبرې وکړې.

د خبریال ورور خرم تحقیق کوونکو ته ویلي چې له خپل ورور سره یې د باندې ډوډۍ وخوړله او کور ته په لار وو چې ډزې پرې وشوې. ښاغلي خرم ویلي دي چې په یوې سیمه کې لاره بنده شوې وه چې د هغه په باور ممکن غلو دا کار کړی وي، وايي دوی ونه درېدل، موټر یې تېز کړ او په دې کې یې ډزې واورېدې.

ښاغلی خرم وايي چې له پېښې وروسته یې بل ورور ته زنګ وواهه اوهغه ورته وویل چې ژر کور ته ځانونه ورسوي او دوی همداسې وکړل خو په کور کې پوه شول چې ارشد شریف مړ شوی دی.

په راپور کې د خبریال د ورور د دغه داستان په اړه شک ښودل شوی نه دی چې دقیق دی که نه، خو راپور وايي چې د کینیا پولیس په دغې قضیې کې د«وسیلې په توګه» کارول شوي، خو د دغې ادعا په اړه شواهد وړاندې شوي نه دي.

راپور وايي چې د پولیسو د ادعا خلاف، دا قضیه د تېروتنې له کبله نه وه بلکې «یو پلان شوی او هدفي ترور و...»، په راپور کې د چا مشخص نوم اخیستل شوی نه دی خو ویل شوي چې ممکن په کینیا، دوبۍ او پاکستان کې ځینې افراد په دې قضیې کې دخیل وي.

ارشد شریف کینیا ته تر تګ مخکې د اګست په میاشت کې په متحدو عربو اماراتو کې ژوند کاوه. په راپور کې همدغه راز ویل شوي چې په ښاغلي شریف باندې یا د موټر له منځ څخه ډزې شوي دي او یا له ډېر نژدې څخه، خو بیا یې هم د دغې ادعا په اړه شواهد وړاندې کړل شوي نه دي.

XS
SM
MD
LG