د لاس رسي وړ اتصالات

کرزي د پاکستان د توغندیو د بریدونو سپیناوی غوښتی


کرزي د پاکستان د توغندیو د بریدونو سپیناوی غوښتی
کرزي د پاکستان د توغندیو د بریدونو سپیناوی غوښتی

افغانستان د پاکستان څخه په کنړ او نورستان ولایتونو باندې د توغندیو د بریدونو سپیناوی وغوښی دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست یوه خپره شوې اعلامیه وايي جمهور رئیس کرزي نن په ارګ کې د پاکستان د اردو له لوی درستیز سره د پاکستان د خاورې نه د افغانستان په ختیځو ولایتونو کونړ او ننګرهار کې د راکټي توغندیو ویشتلو په هکله اندیښنه څرګنده کړه او غوښتنه یې وکړه چې دا راکټی بریدونه هرڅ ه ژر بند شي.

اعلامیه وايي د پاکستان د اردو لوی درستیز اشفاق کیاني وویل، همدا نن یې پدې هکله د افغانستان د دفاع وزارت له چارواکو سره خبرې وکړې او د پاکستان حکومت به ډیر ژر پدې هکله عملي تحقیقات پیل کړي.

بل خوا افغان چارواکي وايي، د پاکستان له لورې يو ځل بيا د کونړ ولايت پر يو شمېرسرحدي سيمو د توغونديو بريدونه وشول.

د سرحدي پوليسو د لومړۍ لوا قوماندان جنرال امين الله امر خیل په وينا، د تیرې شپې په دغو بريدونو کې شاوخوا شل تنو ولسي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

XS
SM
MD
LG