د لاس رسي وړ اتصالات

د کولکتې لوبډلې د آی پي ال اتلولي وګټله؛ ګربز ۳۹ منډې وکړې


افغان لوبغاړي رحمان الله ګربز په کې ۳۹ منډې کړې
افغان لوبغاړي رحمان الله ګربز په کې ۳۹ منډې کړې

د هند د ستر تجارتي لیګ (آی پي ال) سیالۍ د یکشنبې په ورځ مۍ ۲۶ (جوزا شپږمه) د کولکتې نایټ رایډرز په بري پای ته ورسېدې.

د هند د چنای په میدان کې د سنرایزر حیدر اباد لوبډلې د کولکلتې لوبډلې ته د ۱۱۴ منډو هدف وټاکله.

د کولکتې په لوبډلې کې دوه افغان لوبغاړي رحمان الله ګربز او الله محمد غضنفر دي او د سنرایزر په لوبډلې کې بل افغان لوبغاړی فضل حق فاروقي و.

خو په پایلوبې کې یوازې رحمان الله ګربز ته د لوبو چانس ورکړل شوی و.

ګربز په ۳۲ توپونو ۳۹ منډې وکړې او د خپلې لوبډلې په بري او اتلولۍ کې یې مهم رول ولوبوه.

آی پي ال څه باندې یوه میاشت مخکې پیل شو چې په کې لس لوبډلې ولوبېدې.

سږکال په دغه لیګ کې په دریو یادو شویو لوبغاړو سربېره راشد خان، محمد نبي، نور احمد لکڼوال، عظمت الله عمرزی، فضل حق نوین او ګلبدین نایب ولوبېدل.

دا لیګ هر کال کې یو ځل کېږي او دا یې اوولسم سیزن و. د کولکتې لوبډله د هند د مشهور سینمايي ستوري شاه رخ خان لوبډله ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG