د لاس رسي وړ اتصالات

"یو شمير ډاكټران له طبابت څخه ناوړه ګټه اخلي"


"یو شمير ډاكټران له طبابت څخه ناوړه ګټه اخلي"
"یو شمير ډاكټران له طبابت څخه ناوړه ګټه اخلي"

د كندوز ولايت اوسيدونكي چې مريضان لري وايي چې په دغه ولايت كې يو شيمر ډاكټران له طبابت څخه ناوړه ګټه اخلي، ددې پر ځاى چې د مريض د صحتمن كيدو فكر وكړي، د خپل جيب په فكر كې وي.

د كندوز د دولتي كلينك پر وړاندې يوه ميرمن ولاړه ده هغه هم له ډاكټرانو شكايت كوي.

دغې ميرمن د غږ له ثبتولو ډډه كوله ويل يې چې كلينك ته ورغلې وه ددې پرځاى چې ډاكټره ورته نسخه وليكي د خپل شخصي كلينك ادرس يې وركړې.

هغه زياتوي چې دولت دغه كلينكونه د څه دپاره جوړ كړي؟. دغې ميرمن ويل چې له ډاكټرې سره يې خبرې اړولي او هغې ورته سپكې سپورې هم ويلي دي.

د كندوز نور اوسيدونكي هم ددغې ميرمن په څير شكايت كوي چې دوي كوښښ كوي چې خپل مريض كابل، مزارشريف، او يا هم پاكستان ته يوسي دغه خلك نورو سيمو ته د مريضانو د وړلو سبب د ډاكټرانو ناوړه سوداګري يادوي او وايي چې تشخيص نه كوي او په پټو سترګو دوا وركوي، د كندوز څو تنه اوسيدونكي د خپلو صحي ستونزو په اړه داسې وايي:

عبدالله وايي چې ډاكټران له دواخانو سره شريكان دي، د نورو دواخانو والا پرې نه پوهيږي، ټوله نسخه قيدي ليكي او افغانستان ته واريدونكې دوا هم بې كيفيته وي، دلته ډاكټران دې ته هم نه ګوري چې د كوم بخش ډاكټردى د نورو بخشونو مريضان هم تداوي كوي".

فضل الرحمن وايي چې ډاكټران له لابراتوار او نورو برخو سره شريكان دي زياتې لابراتواري معاينې ورته ليكي او نسخې په داسې شكل ليكي چې ډاكټر او دواخانې والا پرې پوهيږي او يا هلته نه پيدا كيږي، او بې كيفيته دوا او يا هغه دوا چې تاريخ يې لږ پاتي وي په مريض ورباريږي، له ضرورته زياته دوا ليكل كيږي دلته عمده ستونزه د ښځينه ډاكټرانو سره ده كله چې مريض په شخصي كلينك كې ولادت كوي او كه هغوي پيسې ونه لري ناوړه چلند ورسره كيږي او له هغوي څخه چادري او ياهم ماشوم ګروګان نيول كيږي. دا چلند له خلكوسره شوى دا نه بهتان دى نه دروغ دي.

اسماعيل وايي چې هغه له ارچي ولسوالۍ نه راغلې زما مريض ته يې عصبي دوا ليكلې بيګا يې خوړلې هيڅ فايده يې نه ده كړې، دلته يوه بله ستونزه هم شته هر ډاكټر ته كه ورشي هغه نه وايي چې زه ددې برخې ډاكټر نه يم،اوزياته يې كړه چې دې يو وخت له يوه ډاكټر نسخه واخيسته په ټول بازار كې يې پيدا نه كړه نو د يوې دواخانې والا ورته وويل له كوم ډاكتر څخه يې چې نسخه اخيستې په همغه دواخانه كې دې يې واخلي.

د كندوز يوه تنه ډاكټره رخشانه نيازي وايي چې ډاكټران هيڅ وخت له خلكو سره زشته رويه نه كوي، هغه وايي چې دوي قيدي دوا هم نه ليكي:

"زه قيدي دوا نه ليكم بعضې دواخانې فارمسيستان نه لري، هغوي په انګريزي نه پوهيږي ، ډاكټر بايد د دوا اصلي نوم وليكي خو كله كله كيداى شي تجارتي نوم هم وليكي بعضې وخت كيداى شي ما هم تجارتي نوم ليكلې وي ، دواخانې له شركتونو سره ارتباط لري او هغوي تر ې دوا راوړي".

د كندوز د عامې روغتيا يو تن ډاكټر عبدالبصير رشيدي د كندوز د خلكو دغه ټولې ادعاګانې تايدوي او وايي چې يو شمير ډاكټران له طبابت څخه ناوړه ګټه اخلي: "دغه ټولې ستونزې شته دى، ډاكټران قيدي نسخې ليكي، په نورو دوا خانو كې يې څوك نه شي لوستلې، دغه ډاكټران د شركتونو له خوا بيلابيلو هيوادونو ته ليږل كيږي، او له دې لارې خپل ماركيټنګ كوي، په شركتونو كه دوا پاتي شي او تاريخ يې تيريدو ته نزدې شي ډاكټر ته پيسې وركوي او په هغه باندې دوا خلاصوي".

يو بل ډاكټر عزت الله مشفق دا هم وايي چې يو شمير ډاكټران د دوايانو له كمپنيو سره په فيصدي ډول شريكان دي كه دغه ډاكټران د يوې كمپنۍ زياته دوا خرڅه كړي د سياحت لپاره ورته خارجي هيوادونو ته دسفر كولو زمينه برابريږي او يا هم نغد كميشن وركولو كيږي: "ډاكټران له كمپنيو سره په فيصدي ډول شريكان دي هغه ډاكټران چې زيات مريضان لري هغوي ته پيسې وركول كيږي او دوا پر مريضانو پلوري، ما يو ډاكټرليدلې چې يو ډول ملهم به يې مريضانو ته ليكل او ويل به يې ورته چې په دې پښې غوړوئ".

په مخففو الفاظو د نسخې ليكل او د ورته نوروستونزو په اړه د درملتونونو څښتنان هم بيلا بيل نظرونه لري د كندوز دښار دوه تنه دوا سازان وايي: "احمد وايي چې يو دلته ډول ډول نسخې راځي ځينې ډاكټران په مخففو الفاظو دوا ليكي، او ځينې نور بيا روښانه نسخه ليكي په دغو پيچلو نسخو يوازې د ډاكټر د معاينه خانې لاندې دواخانې والا پوهيږي، ډاكټران بايد له مريضانو سره نور تجارت ونه كړي فيس يې حق دى هغه بايد واخلي دوي فيس هم اخلي او نسخه هم قيدي وي يو بل دوا ساز نجيب الله وايي چې دوي يوازې د يو بخش نسايي ولادي دوا راوړي نوره دوا نه راوړي ځكه چې د نورو ډاكټرانو نسخې دوي ته نه راځي او دوا ورباندې پاتي كيږي".

د كندوز د دولتي كلينك هغې ښځينه ډاكټرې چې يو شمير مريضانو پرې تورلګاوه چې هغوي ته يې ددې پر ځاى چې په كلينك كې دوا وليكي د خپل شخصي كلينك ادرس وركړې له مركې كولو يې ډډه كوله خو نمايندګۍ يې ورور خبرې كولې چې په درملتون كې دوا ساز دى.

د كندوز د دولتي روغتونونو مسول ډاكټران په رسمې توګه دا نه تايدوي چې ډاكټران د دوايانو له كمپنيو، دواخانو، لابراتوارونو، سره د دوا په پلورلو كې په فيصدي ډول شريك وي، خو په غير رسمي توګه وايي چې په هره سيمه كې په هره برخه كې ستونزې شته دى.

د سيمې خلك له دولت څخه غوښتنه كوي چې بايد په كندوز كې دولت له طبابت څخه د ناوړه ګټې اخيستنې مخه ونيسې تر څو دسيمې اوسيدونكي ددې پرځاى چې خپل مريضان نورو هيوادونو او يا هم نورو ولايتونو ته يو سي په خپله سيمه كې يې تداوي وكړي.

XS
SM
MD
LG